پاکستان کې د کرايسټچرچ خونړۍ پېښې په ياد ویر دی

اسلام اباد: د نیو زیلېنډ د کرايسټچرچ خونړۍ پېښې په ياد پر سپریم کورټ پاکستانۍ جنډه نیمه ځوړنده ده. ۱۸مارچ ۲۰۱۹

په پاکستان کې په ملکي کچه نن دوشنبه د کرايسټ چرچ د وروستۍ خونړۍ پېښې په ياد ویر دی او په ټول ملک کې ملکي جنډۍ نيمه ځوړنده ده.

د پاکستان کورنيو چارو وزارت لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا ګام یې په نیوزیلېنډ کې له اغېزمنو سره د یووالي لپاره پورته کړل شوي دي حکومت او ولس سره په غم کې برابر شريک دي.

د مارچ په پنځلسمه (۱۵) د نيوزيلېنډ په کرايسټچرچ ښار کې برېنټن ټيرينټ نومې یوه بريدګر په دوو جماتونو کې په موجودو کسانو ډزې وکړې چې پکې يې پنځوس (۵۰) کسان ووژل. په وژل شوو کسانو کې نهه پاکستانيان هم شامل دي چې په یاد کې یې نن په ملکي کچه ماتم دی.

د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي د اتوار په ورځ په اسلام اباد کې خبریالانو ته وويل په پيښه کې وژل شوو د درېو (۳) کسانو کورنيو د هغوی مړي پاکستان ته د راوړلو خواست کړې او د شپږو (۶) کسانو کورنۍ غواړي چې مړي په کرایسټچرچ کې خاورو ته وسپاري نو حکومت به يې د فیصلو احترام کوي.

د نوموړي وينا وه په هغه پيښه کې وژل شوي نعيم رشيد ته به د خپلې ميړانې په وجه په درويشتم (۲۳) مارچ ايوارډ ورکول کېږي.

د نړيوالو رسنېو ترمخه پنځوس (۵۰) کلن نعيم رشيد د بريد کونکې ټوپک اخيستو هڅه کوله چې هغه وويشت. نوموړی اصلا د خېبرپښتونخوا د اېبټ اباد وو چې په ۲۰۰۸م کال کې له خپل زوی سره نيوزيلېنډ ته کډه شوی وو.