د سنځاوۍ ولس د لېویز والو د وژنې خلاف لاریون وکړ

د بلوچستان په زیارت ولسوالۍ کې د مارچ پر ۲۰مه نېټه (چارشنبه) د وسله والو په برید کې د شپږ لېویز سرتېرو د وژني پرضد نن د مارچ پر ۲۱مه په زیارت او سنځاوۍ کې لوی ولسي لاریون شوی او په دواړو ښارګوټيو کې په بشړه توګه هړتال دی، ټول دوکانونه او کاروباري مرکزونه تړل شوي دي.

د لاریون برخه والو چې پکې ګڼو سیاسي ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ ګډون کړی، په لاسونو کې تور بېرغونه اخیستي ول او د حکومت او پاکستان پوځ پرضد یې شعاورنه ورکول. دوی غوښتنې کولې چې حکومت دې د سنځاوۍ په پېښه کې تورن کسان ژر تر ژره ونیسي. دوی د سنځاوۍ مرستیال کمېشنر خلاف شعارونه ورکول چې هغه یو پوځي دی او ژر تر ژره له دې سیمې تبدیل کړل شي.

د سنځاوۍ ولس لاریون


په سنځاوۍ کې د لېویز سرتېرو په وژنه په بلوچستان اسمبلي کي د جمعیت علماء اسلام ف ډلې یوه غړي عبدالواحد صدیقي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې تر پوره پلان لاندې په سیمه کې د ناکرارۍ جوړولو هڅې روانې دي. د نوموړي په وینا چي امنیت ټینګول د اوسني حکومت زمه داري ده. (بیا بیا داسې پېښې کېږي خو حکومت ولې خپله حکومتداري نه قایموي او ولې سیسټم نه سموي. حکومت تس د دې لپاره دی چې د شهیدانو بچیانو ته به تعلیم ورکوي او کورنیو ته به یې مالي مرستې ورکوي. حکومت باید د دغه پېښو مخنیوی وکړي. خپل نیټورک منظمه کړي. دا خو دی نه ده چې یو واقعه ده وشوه او بس. له تېرو څلورو کلونو راهیسې مسلسل دا عمل روان دی. دا پوښتنه کول پکار ده چې دا واقعات ولې کېږي، څله کېږي؟)

دبلوچستان اعلا وزیر جام کمال د سنځاوۍ په پېښه کې د تورنو کسانو د نیولو امرکړی دی.

د بلوچستان اوبه خور صوبايي وزیر نور محمد دومړ په زیارت کې یوه خبري کنفرانس ته ویلي چې اعلا وزیر جام کمال په پېښه کي د وژل شویو لېویزوالو د کورنيو لپاره ۳۰، ۳۰ لاکه روپۍ د هغو بچیانو ته یوه یوه نوکري ورکول اعلان کړې دي. د نوموړي په وینا د وژل شویو لېویز سرتېرو تنخاګانې به تر هغو ورکول کېږي چې د عمر په حساب تر ۶۰ کلنۍ یا تر پېنشنه نه وي رسېدلي.


یاد دي وي چي په دا وروستیو کې په بلوچستان او پتېره په پښتون مېشتو سیمو کې پر لېویزوالو، پولیسوالو او پر نورو امنیتي سرتېرو په بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی. د ۲۰۱۹ز کال د جنورۍ میاشتې په ۲۹ مه په لورالايي کې د بلوچستان پولیسو د مرستیال مشر پر ودانۍ په یوه وسله وال برید کې اته پولیس او دوه عام وګړي وژل شوي ول او تر۲۰ زیات ټپیان شوي ول.

دا هم وګورئ: بلوچستان: سنځاوۍ کې شپږ لېويز واله وژل شوي

دا هم وګورئ: پولیس د ارمان لوڼي د وژنې د عیني شاهدانو بیانونه اخلي

دا هم وګورئ: ارمان لوڼی د پښتنو ځوانانو رول ماډل دی: خټک