عراق کې د کشتۍ ډوبېدو د پېښې مړي ۸۳ تنو ته رسېدلي

په عراق کې د پېښې ځای

عراقي چارواکي وايي، د دې هیواد په شمالي برخه کې د دجلې په سیند کې د کشتۍ ډوبېدو په پېښه کې د مړیو شمېر لږ تر لږه ۸۳ کسانو ته رسېدلی دی.

دا پېښه د مارچ پر۲۱مه موصل ښار ته نېژدې د نوروز د لمانځولو پر مهال وشوه.

د نینیوې ولایت د ملکي دفاع مشر کرنل حوسام خلیل وویل چې په وژل شویو کې اکثره ښځې او ماشومان دي.

نوموړي وویل چې په سیند کې د لټون عملیات روان دي.

رپورټونه وايي دغه کشتۍ چې پکې ښځې، نارینه او ماشومان سپاره ول، د نوروز خوشالو لپاره یوې سیلګریزې سیمې ته روانه وه.

د عراق د کورنیو چارو وزارت ویاند میجر جنرل سعدمان وویل چې ۵۵ کسان ژغورل شوي دي.

د عراق وزیراعظم عادل عبدالمهدي د پېښې ځای ته د سفر پر مهال درې ورځنې ملي ماتم اعلان کړ او د پېښې په اړه یې د سمدستي تحقیقاتو امر وکړ.