منظور پښتین: د ورک کړل شوو کسانو په اړه د ایمنسټي انټرنشنل د بیان هرکلی کوو

منظور پښتین

پښتون ژغورنې غورځنګ او د ورک کړل شوو بلوڅو لپاره مبارزه کوونکی سازمان – وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز –وايي ، دوي د د ورک کړل شوو کسانو په اړه د بخښنې نړیوال سازمان له خوا پر پاکستان د شويټینګار هرکلی کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان - ایمنسټي انټرنشنل - پر پاکستان غږ کړی دی چې په سم دستي توګه دې د ورک کړل شوو کسانو مسله هواره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو لپاره د کار کوونکو په وینا دا وخت په پاکستان کې په زرګونه کسان ورک دي چې زیاتره یې د دوي په وینا ، د پاکستان جاسوسي ادارو پورته کړي خو هغوي یې نه مني.

د ورک کړل شوو ځینو پښتنو عکسونه

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین بېګا مشال راډیو ته وویل ، د بخښنې نړیوال سازمان فشار د ستاینې وړ دی خو د ده په وینا پښتانه تر اټکل لا هم زیات ورک دي.

ده وویل ، “کوم کېسونه چې رجسټر شوي دي تر هغوي زیات لا هم غیررجسټر پراته دي. دوي د پښتونخوا او بلوچستان د لرې پرتو سیمو دي او په ځانګړې توګه د قبایلي سیمو چېري چې هیڅ عدالت نه وو. او د دوي یو خو اسلام اباد ته رسد ګران وو او بل دا کورنۍ دومره ځورول شوې وې چې دوي له دې وېرې هم د خپل ورکو کسانو په اړه کیسونه نه کول چې ګواکې بیا به دوي هم وتښتول شي”.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې یوازې دوي تر ۸۰۰۰ د زیاتو ورک کړل شوو پښتنو په اړه کره مالومات غونډ کړي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له رامنځ ته کېدو وروسته ، د دوي په وینا ، یو شمېر کسان راخوشي شوي هم دي.

منظور پښتین وویل ، د بخښنې نړیوال سازمان باید د ورک کړل شوو کسانو د کره شمېرې لپاره هرې ضلعې ته ورشي چې هلته څومره خلک دوي ته خپل کیسونه وړاندې کوي.

نوموړي زیاته کړه چې که څه هم دوي د بخښنې نړیوال سازمان دې بیان ته د قدر په سترګه ګوري خو د ده په وینا په پاکستان کې د ورک کړل شوو کسانو لپاره د عملي کارونو اړتیا ده.

ماما عبدالقدیر بلوڅ

د ورک کړل شوو بلوڅو لپاره د مبارزه کوونکي سازمان – وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز –مشر عبدالقدیر بلوڅ مشال راډیو ته وویل ، د بخښنې نړیوال سازمان دې بیان د دوي حوصله لوړه کړې ده.

نوموړي وویل ، “موږ د بخښنې نړیوال سازمان ستاینه کوو. ځکه چې موږ وړاندې هم دوي ته لیکلي وو او هره ورځ دوي ته بیان ورلېږو چې د پاکستان پوځ ، ای ایس آی او ایم آی زموږ ۴۵ زرو ته نژدې کسان تر اوسه وړي دي په کومو کې چې د ۱۰ زرو خراب کړل شوي مړي میندل شوي او شاوخوا شپېته کسان خوشي شوي هم دي”.

شیر محمد خان اېدوکېټ

د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن پخوانی غړی او قانون پوه شیر محمد خان وايي ، ایمنسټي انټرنشنل یو زمه واره نړیواله اداره ده او د دې بیان د پاکستان لپاره په نړیواله توګه بدنامي ده.

شیر محمد خان وویل ، “ دا په ځانګړې توګه د پاکستان د پارلمان او عدلیې لپاره ډېره د لویې بدنامۍ خبره ده. ځکه چې هم دوي د ولس د حقونو د ساتلو لپاره رایې اخیستې دي او لوظونه یې کړي دي”.

دورک کړل شوو کسانو په اړه د پاکستان د پلټنو د کمېشن پر پاڼه یوازې د ۳۴۴۷ کسانو تفصیل ورکړل شوی دی په کوم کې چې د دوي په وینا زیاتره یا خو میندل شوي او یا هم خوشي شوي دي.

د پاکستان حکومت ، پوځ او جاسوسي ادارې دا په سختۍ ردوي چې ګواکې دوي دې خلک تښتول او بیا دې شکنجه کوي او یا دې هم په ناقانونه توګه وژني.