جرمني د ترهګر برید د پلان په تور لس مشکوک کسان نیولي

جرمني پولیس پخوانی عکس

په جرمني کې پولیس وایي د هیواد په لویديځ کې يې د ترهګر برید د پلان په تور لس مشکوک کسان نیولي دي.

په ډسېلډورف کې د څارنوالانو ویاند د مارچ پر ۳۰مه ویلي چې چارواکي په دې اړه پلټنې کوي چې ايا دغه کسان له اسلامي دولت وسله والې ډلې سره تړاو لري او که څنګه.

نوموړي ویلي ، دوي ګومان کوي چې دا له اسلامي دولت وسله والې ډلې بېله شوې ډله او يا يې پلويان دي. دغه مشکوک کسان په تيرو دوو ورځو کې بيلا بيلو ښارونو کې نيول شوي دي.

د جرمني ډي پي اې خبري اژانس د چارواکو په حواله وايي چې يو مشکوک تن د تاجکستان دی. د نورو مشکوکو کسانو د قومیت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.