منظور پښتین: ارمان هېڅکله د هېرولو نه دی

د پېښور جلسه

پراګ ـ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي د پښتنو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره به یې احتجاجي جلسې روانې وي. نوموړی وايي دوی به یو وارې بیا د بشپړې تیارۍ سره اسلام اباد ته ځي او پرېکنده تحریک به چلوي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې مشال راډیو ته وکړې چې پښتون ژغورنې غورځنګ د مارچ پر ۳۱مه، په پېښور کې، د خپل وژل شوي مخکښ ارمان لوڼي د څلویښتۍ په مناسبت یوه جلسه وکړه.

جلسه د پېښور د رینګ روډ سره په خوا کې په یوه میدان کې وشوه چې پکې د پښتون ژغورنې غورځنګ زرګونو پلویانو ګډون وکړ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او نورو مشرانو لکه علي وزیر، محسن داوړ، سیدعالم محسود، عثمان کاکړ، ثنااعجاز او وړانګې لوڼۍ په خپلو ویناوو کې د پښتنو د حقونو غوښتنه وکړه.

منظور پښتین مشال سره د ځانګړو خبرو پر مهال وویل:

"پي ټي اېم تر اوسه د ارمان لوڼي لپاره ۲۰۰ احتجاجونه کړي. دومره احتجاجونه په دنیا کې په یو ځای کې هم نه دي شوي."

منظور پښتین دا هم وویل چې د نړۍ په ۶۸ هیوادونو کې د ارمان لوڼي د څلویښتي غونډې شوي چې پکې د پښتنو د حقونو غوښتنه شوې ده.

نوموړي وویل، د ارمان لوڼي ژوند او مرګ دواړه د پښتنو لپاره وو. هغه وویل، ارمان هېڅکله هېرېدونکی نه دی.

د پېښور د جلسې یوه څنډه

د یوې اندازې سره سم، په غونډه کې له پنځو زرو زیات کسانو برخه واخېسته او په زیات شمېر کې هغو مېرمنو هم ګډون وکړ چې د خپلو خپلوانو عکسونه ورسره ول او ادعا یې وه چې دوی حکومتي ادارو پورته کړي دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي دوی چې تر دې وړاندې څومره جلسې کړي، په هغو کې ورسره خلکو د خپلو ترۍ تم کړل شویو خپلوانو نومونه لیکلي چې شمېره یې تر څلورو زرو اوړي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه

په جلسه کې د ارمان لوڼي خور وړانګې لوڼۍ هم شرکت وکړ. هغې د مشال راډیو سره په خبرو کې وویل:

"د ارمان غم وړوکی غنم نه وو، خو چې اولس راسره ودرېد نو دا غم یې په مونږ کم کړ. ارمان د خپل وطن د بقا لپاره سر ورکړ. زه باور لرم چې دا اولس به د ارمان ارمانونه پوره کوي."

نوموړې وویل، دوی خپلې ټولې هڅې کړي چې د ارمان لوڼي د وژنې په معامله کې قانوني کارروايي وشي خو هېڅ ډول مرسته ورسره نه کېږي.

په جلسه کې د ارمان لوڼي خور وړانګې لوڼۍ هم ګډون وکړ

د مارچ د ۳۱مې په جلسه کې نږدې ټولو ویناوالو دې خبرې ته اشاره کوله چې حکومت د ارمان لوڼي د قتل د اېف ای ار په درج کولو کې سنجیده نه دی او تر اوسه په دې اړه هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

ارمان لوڼی د روان کال فبرورۍ په دویمه په لورالايي کې د پولیسو لخوا د مبینه تشدد پرمهال ژوند له لاسه ورکړی وو چې تر اوسه یې د قتل مقدمه نه ده درج کړل شوې.

یاد غورځنګ تور لګوي چې ارمان لوڼي پولیسو وژلی خو پولیس دا تور ردوي.​