د کوټې په پښتون اباد کې غلو لسګونه دکانونه لوټلي دي

له ارشیفه د کوټې ښار یو بازارګوټی

د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې وسله والو غلو تر ۸۰ زیات دوکانونه لوټلي دي. د مشال راډيو خبریال د دکاندارانو له خولې وايي چې دغه پېښه د پښتون اباد پر میټا چوک، خوشال روډ او ښاوخوا برخه کې رامنځ ته شوې چې پکې غلو د لاکونو روپیو سامان شوکولي دي.

د دغه پېښې پرضد د پښتون اباد ولس په احتجاج لاس-پورې کړی او پرسړکونو یې ټایرونو ته اور اچولی دی. د احتجاجیانو غوښتنه ده چې د پولیسو اهلکارانو خلاف دې د ناغېړۍ او غفلت کولو پرسر سخت اقدام وکړل شي او په پېښه کې ښکېل کسان دې ژر تر ژره ونیول شي.

دوکاندانو مشال راډيو ته ویلي چې پېښه بېګا په نیمه شپه شاخوا درې څلور بجې رامنځ ته شوې ده او د سیمې تر ۸۰ زیات دوکانونه مات شوي دي. غلو پیسې او سامانونه وړي دي. دوی له حکومته غوښتنه کوي چې له متاثره خلکو سره دې مالي مرستې وشي.

د احتجاجیانو وینا وه چې دغه شوکماري تر یوه پلان لاندې شوې ځکه چې له غلو سره درنه وسله او موټران هم ول او دوی په یوه ګنټه کې دننه دوکانونه مات کړي او تللي دي.

نصرالله زېری

له دغې سیمې د بلوچستان اسمبلۍ غړی نصرالله زېري له اغېزمنو دکاندارانو سره د پیوستون ښودلو لپاره هغوی ته ځان رسولی دی او هغوی ته د رسېدلي زیان جاج یې اخیستی دی. له مشال راډیو سره په خبرو کې هغه وویل چې حکومت دې سمدلاسه اغیزمنو کسان ته د رسېدلي زیان تاوان ورکړي.

د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال خان پر پېښه خواشني ښودلې او د پښتون اباد تاڼې مشر له خپلې دندې ليرې کړی دی او د پلټنو امر یې هم کړی دی.

د اعلا وزیر په وینا چې د ولس د ځان او مال حفاظت کول د حکومت لومړنۍ زمه داري ده. د یادولو ده چې پر خوشال روډ پښتون آباد کي دوه کاله وړاندې هم دغه ډول پېښه شوې وه خو په هغه کې تورن کسان تر ننه نه دي نیول سوي.