'امریکا پر ایران د نورو بندیزونو پر لګولو غور کوي'

د ایران او امریکا بیرغونه

د امریکا یو لوړ پوړي چارواکي ویلي، واشنګټن پر ایران د نورو بندیزونو پر لګولو غور کوي.

دې چارواکي د اپریل پر لومړی نېټه د نوم نه ښودولو په شرط ویلي، امریکا اراده لري چې له اټومي تړونه د وتلو د لومړۍ کلیزې په نېږدیو ورځو کې نوې بندیزونه ولګوي.

په ۲۰۱۸ز کال په مې میاشت کې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۱۵م کال له اټومي تړونه د وتلو اعلان کړی وو او ویلي ول چې پر ایران به یو وارې بیا بندیزونه لګول کېږي.

دا بندیزونه به د ایران د انرژۍ، بېړۍ جوړولو، سامان وړولو او پر اقتصادي شعبو وي.

د ایران او د نړی شپږو طاقتورو هېوادونو ترمنځ په ۲۰۱۵م کال اټومي تړون د دې لپاره شوی وو چې ایران به خپل اټومي فعالیتونه محدودوي او د دې په بدل کې به ترې نړیوال بندیزونه لیرې کېږي.