ژوند مې په خطر کې دی: یاسر

بن یاسر کوهستانی.

د بن یاسر کوهستاني په مشرۍ ځینو مدني فعالانو، د اپریل پر درېیمه په پېښور پریس کلب کې د یوې خبري غونډې پر مهال، له حکومته غوښتنه وکړه چې د افضل کوهستاني د وژنې د پلټنو لپاره دې عدالتي کمېشن جوړ کړل شي.

افضل کوهستانی د روان کال د مارچ پر شپږمه په ایبټ اباد کې وژل شوي وو. د درې نور وروڼه په ۲۰۱۲ کال کې د کوهستان د یو ویډیو سکېنډل د مخې ته راتلو وروسته په ۲۰۱۳ کال کې په خپل کور کې وژل شوي وو.

بن یاسر کوهستاني وايي، د ده ژوند ته هم خطره ده خو د انصاف لټون به جاري ساتي.

نوموړي وايي دا لویه بې انصافي ده، په هغه ۳۵ کسیزه جرګه چې د هلکانو او نجونو د وژلو فتوا ورکړې وه نو د هغه کسانو پرضد هېڅ کاروايي نه ده شوي. زه له حکومته انصاف غواړم.

مدني فعالان وايي، د کوهستان په ویډیو سکېنډل کې شاملې پنځه مېرمنې هم وژلې شوې وې، خو عدالت او حکومت ته ویل شوي وو چې په دې پېښه کې مېرمنې نه وې وژل شوې.

په دې اړه مدني فعال عمرن ټکر وايي، د کوهستان دا پېښه د انسانو د ژغورنې لویه المیه ده:

"زما په اند دا پېښه د انساني تحفظ د نشتوالي یوه لویه پېښه ده، د شریعت، ایین او قانون مطابق دې خلکو ته انصاف پکار دی."

یو بل مدني فعال قمر نسیم مشال راډیو ته وویل چې په کوهستان کې د یو ویډیو په اساس د انجونو د وژلو پېښې وروسته عدالت او حکومت ته په دغه اړه دروغ ويل شوي وو چې نجونې نه دې وژل شوي:

"د ۲۰۱۲م کال څخه تر ۲۰۱۹م کال پورې په دې قضیه کې څلور هلکان او پنځه نجونې وژل شوي دي. په مسلسله توګه سپریم کورټ او د خېبر پښتونخوا حکومت ګمراه کړل شوی دی."

یاده دې وي پر سوشل میډیا د یو متنازعه ویډیو کلیپ چې پکې ظاهرا ښکارېدل چې نجونو او هلکانو په یوه واده کې نڅا کوله، د مخې ته راتلو وروسته د مدني فعالانو په وینا، د یو ځايي ملا جاوید په مشرۍ کې یوې سیمه ییزې جرګې په ویډیو کې د ښکاره کېدونکو هلکانو او نجونو د وژل کېدو امر کړی وو.