پراګ ـ د خېبر پښتونخوا حکومت وایي، هغو استادانو ته به سزا ورکوي چې بغیر له اجازته زیاتې رخصتۍ کوي.
د تعلیم لپاره د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلا سلاکار ضیالله بنګش د اپریل پر اوومه، مشال راډیو ته وویل چې او س به د سکولونو د ښو نتیجو مطابق د استادانو په تنخاګانو کې زیاتوالی راولي.
نوموړي وویل،هغه استادان چې په یوه میاشت کې درې یا څلور ورځې رخصتۍ کوي، د سرکاري پلټنو وروسته یې نوکري هم ختمېدای شي.
دا هم وګورئ: په کوز دیر کې ۲۰ غیر-سرکاري تعلیمي ادارې تړل شوېبنګش وویل، د صوبې د سرکاري سکولونو د نهم او لسم د خرابو نتیجو له وجې یې ځینې سخت ګامونه پورته کړي دي:
"د ټولو استادانو د میاشتې حاضري به ګورو، کوم استادان چې د ورکړل شوو د رخصتیو زیاتې کوي او بغیر د څه نوټسه د میاشتې درې یا څلور ورځې له سکولونو غېر حاضره وي نو په تنخاګانو کې به یې کلنۍ اضافه نه کیږي او حتا چې د نوکرۍ نه هم لرې کیدای شي."
بلخوا د خیبر پښتونخوا د ملګرو استادانو په نوم د اتحادیې مشر امجد ترکی وایي، موجوده حکومت نوې نوې پالیسۍ راوباسي چې استادان یې په ذهني پرېشنانیو مبتلا کړي دي:
" استاد کله هم غېر خاضر نه وي، هغه د خپلې غېر حاضرۍ درخواست پرنسپل ته ورکوي، موجوده حکومت هېڅ تعلیمي پالیسي نه لري، سهار یوه خبره کوي او ماښام بله، د استادانو په تنخاګانو کې زیاتوالی یا انکرېمنټ خو د ۱۹۷۳ د ایین ترمخه ورکول کیږي نو دا به دوی څنګه کټ کوي؟"
دا هم وګورئ: د خیبر پښتونخوا حکومت د سکولونو لپاره نوي ۸۵۰۰ ښوونکي ګماريد مردان د جینکو د سرکاري سکول هېډ ماسټره نګهت سیما وایي، ډېر استادان د هغوی له تنخاګانو د رخصتیو د ورځو د پیسو په کټ کولو خپه دي خو دا پخپله د حکومت د دغه پالیسۍ مرسته کوي:
"که یو استاد بغېر د اجازت نه چټي وکړي او د دغه ورځې پېسې یې د تنخا نه کټ شي نو دا سمه خبره ده، له دې سره به په تعلیمي نظام کې بدلون راشي، او راغلی هم دی، له دې سره به استادان سکولونو کې خپله حاضري یقیني کوي چې یوه ښه خبره ده."
د بنو د سرکاري سکولونو د استادانو د اتحادیې یو مشر ډاکټر جمشېد وایي:
"د ۱۹۷۳ د ایین ترمخه یو استاد د کال ۲۵ رخصتۍ کولی شي او که څه حادثه راشي نو ۱۰ یا ۱۵ ورځې په یو ځای هم چوټي کولی شي، دوی په قانون کې څه بدلون نه دی کړی او نوې پالیسۍ معرفي کوي چې دا یوه ناسمه خبره ده او څه ښه بدلون به رانه ولي."
بلخوا د صوبې د وزیراعلا د تعلیم سلاکار ضیالله بنګش دا هم وایي چې اوس به د بورډ امتحانونو د نتیجو مطابق د سکولو د استادانو په تنخاګانو کې زیاتوالی کوي، او دا شان به د ضلعي تعلیمي چارواکو کارکردګي هم کتل کیږي.