په افغانستان کې میشتو امریکایې ځواکونو د اپریل پر اتمه وویل، درې امریکایې سرتېري بېګا ماښام د کابل شمال پلو د بګرام هوایي ډګر ته نېږدې په یوه برید کې وژل شوي دي.
امریکا او د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه اعلامیه کې وویل چې دغه کسان د سړک غاړي بم په چاودنه کې وژل شوي دي.
د اعلامیې له مخې درې امریکایې سرتېري او یو امریکايي ټېکدار په دې پېښه کې ټپیان دي.
اعلامیه د امریکا دفاع وزارت د پالیسۍ له مخې د دغو کسانو نومونه نه دي ښودلي.
طالبانو ادعا کړې چې برید دوی کړی دی.
تر دې وړاندې د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي مشال راډیو ته وویل چې په دې برید کې د نړیوالو ځواکونو دوه زغره وال ګاډي ویجاړ شوي دي.