په شمالي وزيرستان کې چارواکیو او ځايي خلکو مشال راډیو ته ويلي چې پېښه د اپریل پر نهمه په دته خېل تحصل کې له ډګري کلي سره نېږدې په یوه غریزه سیمه کې شوې ده.
د دوی په وينا، پلار او لور د لرګیو راوړلو ته تللی وو چې په لار کې ښخ ماين ورباندې وچاودېد او دواړه یې ژوبل کړل، او د درملنې لپاره یې د ميرامشاه روغتون ته وړي دي.
ځايي خلک وايي، په شمالي او جنوبي وزيرستان کې د وسله والو او پوځ ترمنځ د جګړو پر مهال ماينونه ښخ کړل شوي دي چې چولو یې تر اوسه په لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.