د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سعودي عربستان له ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره ټيليفوني خبرې کړي دي.
سپینې ماڼۍ د اپرېل په نهمه وویل چې ټيليفوني خبرې یې د منځني ختيځ پر ټېکاو، د سعودي پر رول، پر ایران د فشار زیاتولو او پر بشري حقونو راڅرخېدې.
سپینې ماڼۍ ویلي چې ټرمپ او محمد پر ایران د حد اکثر فشار راوستلو پر لارو په تفصیل غږېدلي دي.
د سعودي عرب په مشری ایتلاف په یمن کې د حوثي یاغیانو پرضد جنګېږي خو سعودي عرب د یمن جګړي، د خبریال جمال خاشقجي د وژنې، د ښځو حقونو لپاره کارکونکو ته د سزاګانو ورکولو په ګډون د ځېنو نورو خبرو له وجې د مخ په زیاتېدونکي فشار سره مخامخ دی.
په امریکا کې ریپبلکن او ډیموکریټ ګوندونو له سپیني ماڼۍ غوښتي چې په استنبول کې په سعودي کونسلګری کې د خبریال خاشقجي د وژنې وروسته دې د سعودي عرب په اړه دریځ سخت کړي.
امریکايي چارواکو ګمان کوي چې خاشقجي د محمد بن سلمان په امر وژل شوی خو هغه دا تورونه ردوي.
د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي، له سعودي عرب سره همکاري په منځني ختیځ کې د امریکا اقتصاد او استحکام پر ځای ساتلو لپاره مهمه ده.