پراګ - د پاکستان په پارلېمان کې د اپوزیشن سیاستوالان وايي، د هېواد د اقتصادي حالت سمولو لپاره د جدي او اوږدمهاله اقداماتو اړتیا ده.
دوی د اپرېل ۱۰مې پر مازیګر له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د صنعتونو وده، د پانګونې لپاره حالات برابرول او د روپۍ ارزښت لوړول هغه څه دي چې حکومت باید ورته پام وکړي.
حکومتي سیاستوالان وايي، د اقتصادي حالت سمولو لپاره یې وار له مخه اقدامات کړي.
د پاکستان سیاستوالانو دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې په اپرېل کې د نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) جلا، جلا رپورټونو ویلي دي چې که اسلام اباد اصلاحات ونکړي نو د هېواد اقتصادي وده لا کمېدای شي.
موږ فوراً دا وکړل چې صنعتونو ته مو ګیس دومره ارزانه کړ چې اوس یې بیه له هند سره مساوي شوې.رضا نصر الله
ای اېم اېف په خپل رپورټ کې په پاکستان کې د بېکارۍ د کچ یادونه هم کړې او اټکل یې کړی چې په راتلونکو درو کلونو کې په هغه هېواد کې د بېروزګارۍ سطح ښايي شپږ فیصده یا تر دې زیاته پاتې شي.
په سېنېټ کې د مالي او اقتصادي چارو د کمېټۍ مشر او د اپوزیشن پیپلز ګوند سیاستوال فاروق اېچ نایک وايي، حکومت ته په کار دي چې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره شرایط برابر کړي چې ورسره خلکو ته د کار موقعې برابرې شي:
"شخصي څانګه کاري موقعې زېږوي. دولت یا ریاست کاري موقعې نشي پیدا کولای. نو په پاکستان کې چې پانګونه ونشي، د روزګار نشي برابرېدای. نو دا ډېره مهمه ده چې موږ له هغو هېوادوالو د پانګونې غوښتنه وکړو چې پیسې لري. موږ باید ورته رعایتونه ورکړو. همداراز، په هېواد کې د کاروبارونو لپاره فضا او شرایط برابر کړو چې بهرنۍ او کورنۍ سرمایه کاري وشي. په بنیادي ډول، پاکستان یو زرعي اقتصاد دی نو موږ باید همدې لوري ته توجه ورکړو. موږ د رخت یعنې کپړې صنعت لرو. له دې علاوه له کرنې سره نور ډېر شیان او صنعتونه لرو. که موږ دې ته توجه ورکړو نو هېواد او ولس دواړو ته یې ګټه رسي."
په داسې حال کې چې پاکستان له مالي مشکلاتو سره مخامخ دی او د تحریک انصاف په مشرۍ د وفاقي حکومت د مالیې وزیر اسد عمر، د دولتي بانک مشر طارق باجوا او نور چارواکي په واشنګټن کې د ای اېم اېف له چارواکو سره د پور او اصلاحاتو پر موضوع غږېږي، د سېنېټ د مالي او اقتصادي چارو د کمېټۍ بل غړی او د اپوزیشن مسلم لیګ (ن) سیاستوال مشاهد الله خان تور پورې کوي چې حکومت واضحه اقتصادي او مالي پالیسي نه لري.
موږ د رخت یعنې کپړې صنعت لرو. له دې علاوه له کرنې سره نور ډېر شیان او صنعتونه لرو. که موږ دې ته توجه ورکړو نو هېواد او ولس دواړو ته یې ګټه رسي.فاروق اېچ نایک
دی وايي، حکومت دې د پانګوونکو د باور پر ځای کولو لپاره اقدامات وکړي: "حکومت ته مې لومړۍ مشوره دا ده چې د روپۍ د ټیټ ارزښت بیا لوړلو هڅې دې وکړي ځکه چې که د روپۍ ارزښت همداسې پرېوځي نو ورسره به اقتصاد تر هغه حده خراب شي چې سمول به یې بیا د [اوسنیو واکدارانو] د وس کار نه وي. دویم، حکومت دې خپل باور پر ځای کړي. که د اقتصاد په اړه خبره کوي یا پر بلې موضوع، باید یې داسې وکړي چې خلک ورباندې باور وکړي. کله چې باور خراب شي نو پانګوونکي ډېر حساس وي، هغوی بیا کاروبار نه کوي. اوس تاسې وینئ چې سرمایه داران دلته نه راځي. بل، پانګوونکي ځکه هم دلته کاروبار ته زړه نه ښه کوي چې له بهره چې ډالر دلته راوړي نو د ګټې پر ځای تاوان کوي."
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د مالي او اقتصادي چارو د کمېټۍ غړی او د واکمن تحریک انصاف یو مشر رضا نصر الله وايي، حکومت وار له مخه هغه اقدامات کړي دي چې ورسره به صنعتونه وده ومومي او کاري موقعې به وزېږوي:
"موږ په مالي برخه کې د ګټو فېډرالي ادارې یعنې اېف بي ار پرمختیا او پیاوړتیا ته توجه ورکوو. تاسې ته معلومه ده چې په ملک کې د ټیکسونو نظام خراب دی او د هغې له کبله [بازار ته نويو داخلو شويو] کسانو نه غوښتل چې په نظام ورشامل شي [یعنې ټیکسونه ورکړي]. نو موږ اوس ورو، ورو دوی ته باور ورکوو او په دې طریقه د ټیکسونو تر لاسه کولو نظام پراخوو. دویم، د پاکستان تر ټولو مهم صنعت د کپړې او مالوچو دی. پخوا بجلي او ګیس دومره ګران ول چې په نړیوال بازار کې زموږ رخت ګران وو او زموږ کاروباریانو په نړیوال بازار کې سیالي نشوه کولای او برامدات کمېدل. موږ فوراً دا وکړل چې صنعتونو ته مو ګیس دومره ارزانه کړ چې اوس یې بیه له هند سره مساوي شوې. نو حکومت دغسې هڅې کوي چې ورسره به زموږ شیان په اسانۍ نړیوال بازار ته لار برابره کړي."
رضا نصر الله زیاتوي چې د هېوادونو اقتصاد په څو ورځو کې نه سمېږي. دی د پاکستان د مالي او اقتصادي مشکلاتو په یادولو سره وايي چې حکومت اصلاحاتو ته ژمن دی چې په نتیجه کې به یې، د ای اېم اېف او نړیوال بانک د اټکلونو برعکس، په شاوخوا یو نیم کال کې اقتصادي وده پراخه شي.