د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
د دې اوونۍ د خپرونې مېلمه مو سندرغاړی شوکت محمود دی.
د ده پلرنی ټاټوبی ميرامشا دی، خو لوی شوی په ډېره اسماعيل خان کې دی او هم هلته يې تر ۱۲م ټولګي زده کړې کړې دي.
محمود يوه موده وشوه چې په پېښور کې سرکاري نوکري او ترڅنګ يې خپل هنري فعاليتونه کوي.
دی وايي، غزل يې زيات خوښيږي خو د ولس لپاره کله نه کله مستې سندرې هم جوړوي.
د شوکت محمود دا خبرې او څو سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.