پي ټي اېم: حکومت دې وزیرستان کې د هدفي وژنو مخنیوی وکړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پښتون ژغورنې غورځنګ پر حکومت غږ کړی چې په شمالي وزیرستان کې دې د هدفي وژنو مخنیوی وکړي. د غورځنګ مشرانو او مخکښو غړو د اپرېل پر ۱۴مه په میرامشا کې د زرګونه کسانو جلسې ته په وینا کې د سیمې د قدرتي زېرمو واک ولس ته سپارلو او د کورم تنګي بند نه جوړولو غوښتنې هم وکړې. جلسې ته د ورکو کسانو د کورنیو غړي هم ورغلي ول. د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د غورځنګ یو لړ غوښتنې یې منلې دي او په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو مخنیوي هڅې کوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.