د پاکستان برېښايي جرمونو مخنيوي قانون د رسنيو پر خپلواکۍ اغېز

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پاکستانی خبريال شاه زيب جېلاني د خپلو څرګندونو له وجې ددې هېواد د برېښنايي جرمونو مخنوي قانون له مخې يوې مقدمې سره مخامخ دی.
پاکستانی خبريال شاه زيب جېلاني د خپلو څرګندونو له وجې ددې هېواد د برېښنايي جرمونو مخنوي قانون له مخې يوې مقدمې سره مخامخ دی. پر نوموړي يوه وکيل مقدمه کړې چې د هغه په وينا نوموړي د پاکستان پر معتبرو ادارو چې اشاره يې پوځ ته ده د بدنامولو هڅه کړې ده. دا لومړۍ ځل نه دی چې ددې هېواد يو خبريال له دې ډول تورونو او مقدمو سره مخامخېږي بلکې تردې وړاندې هم پر ځينو نورو خبريالانو ورته تورونه لګېدلې او مقدمې جوړې شوې دي.