د خیبر پښتونخوا کابینې د ښاروالۍ حکومتونو په قانون کې ترمیمونه کړي

د خېبر پښتونخوا کابینې د بلدیاتي ادارو په قانون کې ترمیمونه کړي. په پېښور کې د کابینې تر پرونۍ غونډې وروسته د بلدیاتي چارو وزیر شاهرام تره کي مشال راډیو ته وویل، په نوې مسوده کې د ضلعې ناظمانو او ضلعي کونسلو ختمولو ویل شوي دي.

دی وايي، له بدلونونو سره سم، تحصیل ناظمان به د ولس په مستقیمو رایو انتخابېږي.

تره کي زیاتوي چې په قانون کې له بدلون سره به د کلیو او ښارونو د شوراګانو غړو شمېر کم شي.

د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزی وايي، صوبايي حکومت غواړي د بلدیاتي ادارو نظام پیاوړی کړي.

ټاکل شوې چې حکومت د اپرېل پر ۲۲مه د بلدیاتي ادارو په نظام کې د بدلونونو مسوده د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ ته وړاندې کړي.