"قبايلي سيمو کې پوليس نظام د عدالتي واک غځولو په معنا دی"

د خېبر پښتونخوا پوليس

د ((قبايلي سيمې د بدلون پر لور)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست

د مشال راډیو په اوونيزې خپرونې ((قبايلي سيمې د بدلون پر لور)) کې په خېبر پښتونخوا کې د فاټا د ورګډېدو وروسته بدلونونو ته کتنه شوې ده. د دې لړۍ په روانه کړۍ کې په قبايلي سيمو کې د خاصه دار او ليويز ځواک په پوليس کې پر ضم کېدو بحث شوی دی. د قبايلي سيمو خاصه دار او لېويز ځواک له څو مياشتو راهيسې په دې سيمه کې د پوليس نظام پلي کولو پر ضد احتجاج وکړ خو کله چې يې غوښتنې ومنل شوې نو د خېبر پښتونخوا حکومت په رسمي توګه په پوليس کې د دوی د ورګډولو اعلان وکړ.

دا خپرونه احمد شاه اعظمي وړاندې کوي.

خپرونه لاندې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

قبايلي سيمو کې پوليس نظام د عدالتي واک غځولو په معنا دی