چمن کې پر واکسیني ډلې په برید کې یوه ښځه وژل شوې، بله ژوبله

په بلوچستان کې تر دې مخکې هم پر واکسیني ډلو بریدونه شوي

کوټه - د بلوچستان په چمن کې وسله والو د پولیو واکسیني ډلې پر کارکوونکو ډزې کړې دي چې پکې یوه ښځه وژل شوې او بله ژوبله ده.

د سیمې یوه انتظامي مشر سید سمیع الله اغا مشال راډیو ته وویل، پېښه د اپرېل پر ۲۵مه غرمه مهال په سلطانزي کلي کې شوې.

تر پېښې وروسته امنیتي سرتېري سیمې ته ورسېدل او د لټون عملیات یې پیل کړل.

اغا وویل، دی هم د پېښې ځای ته ورسېد او پلټنې یې پیل کړې دي چې معلومه کړي چې د روغتیايي کارکوونکو د امنیت څه ډول اقدامات شوي ول.

په کوټه کې د واکسینونو ادارې د بیړنیو حالاتو د څانګې په وینا، وژل شوې ښځه نسرین نومېده او ۳۵ کلنه وه.

دا هم وګورئ: ډاکټر هشام انعام الله: د پولیو په څاڅکو کې هیڅ ستونزه نشته

دې ادارې د ژوبلې ښځې نوم رشیده ښودلی او وايي چې هغه ۲۴ کلنه وه.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا الله لانګو دا یو ترهګر برید بللی او د وزیراعلا جام کمال ویلي دي چې پر ښځو برید د اسلامي او قبایلي روایاتو خلاف کار دی.

چارواکو په چمن کې تر دې پېښې وروسته هلته د پولیو واکسیني کیمپېن ځنډولی دی.

دا په تېرو درو ورځو کې پر روغتیايي کارکوونکو درېیم برید دی.

د اپرېل پر ۲۴مه د خیبر پښتونخوا په بونېر او پر ۲۳مه په بنو کې په ورته بریدونو کې دوه پولیسان وژل شوي ول.

د درېواړو حملو ذمه واري چا نه ده منلې.