په سري لنکا کې د عملياتو پر مهال د دې هېواد د وروستیو ترهګرو بریدونو د پلان جوړوونکي پلار او دوه وروڼه وژل شوي دي.
د سري لنکا د امنیتي سرچينو او په دې هېواد کې د شویو ترهګرو بریدونو مشکوک مشر زهران هاشم خپلوانو د اپرېل پر ۲۸مه وویل چې د هغه وروڼه زیني هاشم او رضوان هاشم او د دوی پلار محمد هاشم په هغو وژل شویو ۱۵کسانو کې ول چې دوه ورځې وړاندې د امنیتي ځواکونو لخوا پر يوه کور چې پکې وسله وال پټ ول د چاپې په وخت د نښتې پر مهال وژل شوي ول.
دا درې واړه کسان په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې هغه ویډیو کې هم لیدل شوي چې پکې یې د دوی په وینا د بې دینو خلاف د جنګ اعلان کړی وو.
د سري لنکا چارواکي په دې باور دي چې زهران هاشم د عیسویانو د اختر ایسټر په موقع د ترسره شوو ترهګرو بریدونو پلان جوړونکی دی.
په بریدونو کې له ۲۵۰ زیات کسان وژل شوي او په سلګونو نور ژوبل شوي ول.