عمران خان له چينه ناکامه راستون شوی: اپوزيشن

چین: پاکستانی وزیر اعظم عمران خان له چینايي وزیر اعظم لي کیچیانګ په بیجینګ کې د یوه تړون لاسلیکولو پرمهال. ۲۸م اپرېل ۲۰۱۹

د پاکستان وزيراعظم عمران خان خپله د چين څلور ورځنۍ دوره مکملولو ورستو پاکستان ته ستون شوی دی. نوموړي د خپلې دورې پرمهال د چين صدر شي جن پینګ او وزيراعظم لي کيچيانګ او له دې پرته د ېوې کړۍ یوې لار (ون بيلټ ون روډ) کنفرانس له ځینو برخوالو او د یوشمېر هېوادونو له مشرانو سره هم ليدلي ول.

وزيراعظم د چين دورې پرمهال د دواړو ملکونو ترمنځه له کراچۍ تر پيښوره د رېل پټړۍ دوه طرفه کولو ترڅنګ ځینې نورې معاهدې لاسليک کړل شوې او نوموړي په بيجنګ کې د ''ېوې کړۍ ېوې لار'' ترڅنګ د پاکستان چين پانګوالو فورم ته هم ويناګانې وکړې او د یاد هېواد سرمایه کارانو ته يې په پاکستان کې د صنعتونه لګولو بلنه په ورکولو سره وويل، راتلونکې کال- دوو کې به يې هېواد د چين په مرسته د پرمختګ موخې ترلاسه کړي.

په پاکستان کې اپوزيشن ګوندونه د وزيراعظم د چین دورې په باب څه وايي؟

د مسلم ليګ ن د خېبر پښتونخوا صدر امير مقام وايي وزيراعظم عمران خان خو چې په اوله ورځ چين ته ورسيدو نو له هرکلي يې اندازه وشوه چې یاد ملک ورته څومره اهميت ورکوي نوموړې چې د کومو معاهدو خبره کوي نو دا خو د دوی ګوند [مسلم لیګ ن] په خپل دور حکومت کې د چين سره لاسليک کړې وې که کومه نوې معاهده يې کړې وي نو هغه دې ولس ته وښيي عمران خان ته دا خواست کوو چې ولس ته دې ریښتيا وايي.

د پاکستان پيپلز ګوند سېنټر بهره مند تنګي وايي وزیراعظم ته پخپله نه دي معلوم چې د چين دوره يې کاميابه وه او که نه، نوموړی که خالي لاس راغلی وی او یا يې که څه قرضه اخستې وی نو ولس ته دا وايي چې ډېر ژر به خوشخبري واوري خو موجوده حکومت د څه ښه خبر پرځای ولس لپاره ورځ پر ورځ مشکلات زياتوي.

د عوامي نېشنل ګوند وياند زاهد خان له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، عمران خان په خپله دوره کې هېڅ نوی تړون لاسليک نه کړ او د تېرو وختونو غوندې یې یو وار بیا ولس ته دروغ وويل نو هغه خلک چې ورته خلايي مخلوق یا اسټبلشمنټ ويل کېږي ټوله ذمه واري د هغوی جوړېږي ځکه چې په پنځويشتم جولايي عمران خان هغوی په واک کې راوستلو.

د ذکر ده چې د وزيراعظم د تجارت مشير عبد الرزاق داود په چين کې مطبوعاتو ته ويلي ول چې دواړو ملکونو ازاد تجارتي معاهده لاسليک کړه چې ترلاندې يې د پاکستان لپاره چين سره د تجارت دروازې خلاصې شوې او د دې تړون په وجه به پاکستان ته د اسیان ملکونو په طرز رعایت حاصل وي.