د داعش مشر پنځه کاله پس راڅرګند شو

د اسلامي دولت وسله والې ډلې مشر ابو بکر البغدادي

د اسلامي دولت وسله والې ډلې يا داعش مشر په تېرو پنځو کلونو کې په لومړی ځل په یوه ويډيو کې ښکاره شوی دی.

دا ويډیو د اپرېل پر ۲۹مه د داعش پر ویبپاڼه خپره شوه چې پکې ابو بکر البغدادي له یو دیوال سره په ځمکه ناست دی او له ښې لاس سره یې ټوپک پروت دی.

په ويډیو کې بغدادي ورو خبرې کوي او وايي چې داعش ډله به د خپلو جنګیالیو د وژل کېدو او بندي کولو بدله واخلي.

دی وايي چې د داعش عمليات د لویديځ پر وړاندې یوه اوږده جګړه ده.

دا څرګنده نه ده چې دا ۱۸منټو دا ويډيو چیرته جوړه شوې ده.

د عراق او د امریکا ملاتړ لرونکي ځواکونه د بغدادي په لټه کې دي.