محمود جان د کلي له مشرانو سره تر مشورو وروسته تحریک انصاف ته ورغی

د مشال مرکې د دې اوونۍ په خپرونه کې د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ له مرستیال سپیکر محمود جان سره غږېدلي یو.

نوموړی په پېښور کې زېږېدلی دی او د کروندګرې کورنۍ دی.

محمود جان د پېښور په اېډورډز کالج کې زده کړې کړې دي او پخوا د پاکستان مسلم لیګ (ق) غړی وو. وروسته یې په ۲۰۱۳ز او ۲۰۱۸ز کې د تحریک انصاف په استازیتوب په انتخاباتو کې برخه واخیسته.

دی وايي، د کلي له مشرانو سره یې تر مشورې وروسته په تحریک انصاف ګوند کې غړیتوب واخیست.

له محمود جان سره د هغه د شخصي او سیاسي ژوند په اړه خبرې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

له محمود جان سره مرکه