عمران خان او اشرف غني د افغانستان پر سوله غږېدلي

عمران خان افغان ولسمشر ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې

اسلام اباد - د پاکستان وزیراعظم عمران خان له افغان ولسمشر اشرف غني سره پر د افغانستان د سولې پر هڅو، دوه اړخیزه اړیکو او سیمه ییزو حالاتو خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې افغان ولسمشر اشرف غني د مې پر پېنځمه وزیراعظم عمران خان ته ټېلېفون وکړ چې پکې دواړو مشرانو د افغانستان پر سوله او ثبات بحث وکړ.

بیان وايي، خان د هر اړخیزه خبرو لپاره غني ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړه چې هغه ومنله.

د افغان ولسمشر اشرف غني له دفتره هم ورته بیان خپور شوی او پکې راغلي چې د دواړو هېوادونو ډېپلوماټیک ماموریتونه به پاکستان ته د غني د سفر نېټه مشخصه کړي.

د افغان ولسمشر د دفتر په بیان کې راغلي چې دواړو مشرانو پر سیمه ییز اتصال او اقتصادي هلو ځلو هم بحث وکړ.

د دواړو مشرانو ترمنځ دا رابطه پر داسې مهال شوې چې افغان ولسمشر اشرف غني د مې پر درېیمه د سولې مشورتي لویې جرګې پایغونډې ته په وینا کې وویل، پاکستان ته پیغام ورکوي چې له طالبانو سره د سولې موافقه به د اسلام اباد لپاره یوه لویه ډالۍ وي ځکه چې د امنیت ټینګښت به د پاکستان اقتصادي ودې لامل شي.

غني ویلي له پاکستان سر پر باور ولاړ تعلقات غواړي

غني ویلي ول: "زه پر پاکستان غږ کوم چې راځئ ټول شکونه غلط ثابت کړو او وښیو چې د ګواښونو پربنسټ ولاړ اړیکي د سولې پربنسټ په ولاړو او د ریښتینې همکارۍ پربنسټ ولاړو اړیکو بدل کړو. راځئ ثابته کړو چې دا یوازې لویدیځ هېوادونه نه دي چې خپل کړکېچونه حلولای شي او دلته هم یو مدنیت شته. او زموږ ستر اسلامي مدنیت تر هېڅ مدنیت کم نه دی."

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه هم د مې پر درېیمه په یوه غونډه کې ویلي ول چې هېواد یې د افغانستان د سولې د هڅو ملاتړ کوي.

په افغانستان کې د سولې مشورتي لویې جرګه د اپرېل پر ۲۹مه پیل شوه چې پکې له ۳۰۰۰ څخه زیاتو کسانو ګډون وکړ.

تر دې دوه ورځې وروسته، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره د سولې د خبرو شپږم پړاو پیل کړ.