ننګرهار کې د دیني عالمانو هدفي وژنې زیاتې شوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افغانستان ننګرهار ولایت دیني عالمان شکایت کوي چې د جوماتونو خطیبان او د دیني مدرسو استادان يې په مرموز ډول وژل کېږي. دوی له حکومته غواړي چې د دیني عالمانو د هدفي وژنو مخه ونیسي. بلخوا د ولایتي ادارې چارواکي وايي، دوی ژمن دي چې د دیني عالمانو ترڅنګ د هر ډول هدفي وژنو مخه ونیسي، خو په ديني عالمانو هم غږ کوي، چې د ترهګرۍ کړنو پرضد دې له خپلو ممبرونو څخه غږ پورته کړي. په دې اړه بشپړه راپور د غږ په ځای کې اورېدای شئ.