په کوټه کې اسیايي امن فلمي مېله کېږي

د کوټې د ساینس او ټیکنالوجۍ په پوهنتون کې د جون د ۱۷مې نیټې څخه د اسیايي امن فلمي مېله (ایشین پیس فلم فیسټیول) کېږي چې د بلوچستان په ګډون به ورپکې د پاکستان د نورو برخو او اسیایي هېوادونو فلم جوړونکي خپل فلمونه د ننداری لپاره وړاندې کوي.

په دغه اړه په بلوچستان کې د دې میلې راجوړونکې اشرف کاکړ وايي: دا کار يې د هنرمندانو او فلم جوړونکو د یو کنسورشیم په مرسته پیل کړی دی چې مرام يې نړۍ ته د بلوچستان ټولنیز او کلتوري قدرونه ښودل دي.

نوموړی زیاتوي: "له کوټې د فلم او ټي وي هنرمند امان الله ناصر وايي، د بلوچستان ځمکه د فلمونو لپاره ډېر زړه راښکونکي ځایونه لري او دلته له پاکستاني فلمونو سره سره د یو شمیر هالي ووډ فلمونو عکس بندي هم شوې ده خو له بده مرغه په دغه صوبه کې د هنر د ودې لپاره کار د نیشت برابر دی."

نوموړی وايي: "په بلوچستان کې د اسیايي امن فلمي مېلې سمبالوونکی اشرف کاکړ وایي په مېله کې د ګډون لپاره يې فلم تیاروونکیو ته بلنه ورکړې ده او هغوی کولای شي چې د فلمونو په سیالۍ کې د ګډون لپاره خپل فلمونه او سندری د جون تر ۱۰ نیټې پورې جمعه کړي."

بلوچستان د فلم او هنر په میدان ډېر مهم خلک پیدا کړي چې د پاکستان د فلم انډسټرۍ په ګډون يې د هند په فلمي نړۍ کې هم د ځان لپاره نومونه ګټلي دي خو دغلته په دې وروستیو کې د روانې بیقرارۍ او تشدد له کبله د هنر د ودې لپاره د پام وړ کار نه دی شوی.