قامي اسمبلۍ د قبایلي ضلعو پر صوبايي چوکیو بحث وغځاوه

د پاکستان قامي اسمبلۍ تصویر

د پاکستان قامي اسمبلۍ نن پنجشنبه د خیبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې د قبایلي ضلعو چوکیو زیاتولو پر قانوني مسوده بحث وشو.

د اسمبلۍ غړیو غوښتنه وکړه چې د ځینو قانوني پېچیدګیو له وجې دې نن (زیارت) او سبا (جمعه) بحث وشي او تر هغه پس دې رای پرې واخیستل شي.

په دې قانوني مسوده کې د قبایلي ضلعو لپاره د صوبايي اسمبلۍ ۲۴ چوکیو ټاکلو او قامي اسمبلۍ د موجوده ۱۲ چوکیو پرځای د ساتلو سپارښتنه شوې ده.

له قبایلي سیمو د پارلیمان غړیو مشال راډیو ته وویل، په ایین کې د ۲۵ م بدلون په اړه دا قانوني مسوده په چارشنبه د قانون او انصاف لپاره د قامي اسمبلۍ قایمه کمېټۍ منظوره کړې وه.

په دې اړه په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ د مې پر امه نېټه مشال راډیو ته وویل، ټولو لویو سیاسي ګوندونو ورسره د مرستې ژمنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان الیکشن کمېشن په قبایلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ لپاره د انتخاباتو مهالوېش خپور کړی دی. کمېشن ویلي دا انتخابات به د جولای پر دوهمه نېټه ترسره کېږي.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې اپوزیشن ویلي، په بلدیاتي قوانینو کې د بدلون حکومتي پرېکړه به په عدالت کې چېلنجوي.

په اسمبلۍ کې د عوامي نیشنل ګوند پارلیماني مشر سردار حسین بابک بېګا مشال راډیو ته وویل، حکومت تر یوه ترمیمي قانون لاندې د بلدیاتي ادارو واک محدودول غواړي، چې د نوموړي په خبره د اپوزیشن ډله به یې پرضد های کورټ ته ځي.

بل خوا د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزی وايي څنګه چې يې په اسمبلۍ کې د ترمیمي قانون دفاع کړې وه، هم دغه شان به په عدالت کې هم د خپل دریځ دفاع کوي.