طیب لهړی: بلوچستان کې مو سکولونو ته پام زیات کړی دی

د سکول یو پخوانی عکس

د بلوچستان د تعلیم محکمه وايي ، په صوبه کې دوه اعشاریه اووه میلیونه ماشومان په داسې عمر کې دي چې باید سکول ته ولاړ شي خو په هغوي کې یوازې څه باندې یو میلیون سکول ته ځي.

د بلوچستان د تعلیم محکمې سیکرټري طیب لهړي د مې پر نهمه مشال راډیو ته وویل ، هڅه کوي چې په صوبه کې د تعلیم زیاتولو لپاره له ټولو وسایلو او لارو کار واخلي.

ده وویل ، “موږ د سکولونو اوسنی نظام قوي کوو. د ضرورت پر بنیاد نورې کوټې ور جوړو ، سکولونه پراخوو ، ترقۍ ورکوو او هڅه کوو چې په سکولونو کې داسې ماحول جوړ شي چې له سکول څخه بهر ماشومان هم سکول ته راشي”.

طیب لهړي وویل ، په دې ورستیو کې یې د سکول د هغو ښوونکو پرضد هم ګامونه پورته کړي چې یا اهل نه دي او یا هم په سکولونو کې حاضري نه ورکوي.

نوموړي وویل ، “په دې کې د استادانو اسنادو ګورو او د حاضرۍ باوري کولو لپاره پر هغوي نظر ساتو. دا وخت د شاوخوا ۱۵۰۰ استادانو پرضد کاروايي روانې دي. او بل پلو مو تر نهه زره د زیاتو استادانو نوکرۍ اعلان کړې دي او د استادانو کمی به هم پوره کړو”.

د ماشومانو لپاره کارکونکې د ملګرو ملتونو ادارې یونیسیف د تعلیمي چارو پوهه پلوښه جلالزۍ وايي ، په بلوچستان کې د ماشومانو د بې تعلیمه پاته کېدو ډېر وجوهات دي.

دې وویل ، “یو خو د بلوچستان د پراخې مځکې له کبله زما په خیال هر کلي ته سکول نه دی رسېدلی او بل دا ډېره ګرانه ده چې د یو څو کورونو لپاره پرایمري ، میډل او های سکول جوړ کړل شي”.

پلوښې جلالزۍ مشال راډیو ته وویل د بلوچستان حکومت باید ماشومانو ته د زدکړو لپاره د رسمي سکولونو پر متبادلو لارو هم غور وکړي.

هغې زیاته کړه ، “ ضروري نه ده چې تعلیم ته لاس رسی یوازې په رسمي سکول وشي. د دې لپاره له ګرځنده یا موبایل سکول ، کمیونټي سکول ، او له لرې ځایه زده کړو ورکولو په وسیله تعلیم ممکن دی. خو په بلوجستان کې د لرې پرتو سیمو ماشومانو ته د رسېدو لپاره له داسې وسیلو کار نه دی اخیستل شوی”.

که څه هم بلوچستان د تعلیم په ډګر کې د پاکستان تر ټولو وروسته صوبه ګڼل کېږي خو د تعلیم سیکرټري طیب لهړي وویل چې اوس پکې حالت پر پخوا ښه شوی دی.