'د تري تمو راخوشېکېدل مثبت ګام دی'

بلوچستان: په کوټه کې د ګڼو کورنیو د خپلو ورک کړل شویو کسان د راخوشېکېدو غوښتنه کوي. ۲۰۱۸ ز کال ۱۰م دېسېمبر

د پاکستان پوځ وياند وايي، د تري تم کړل شويو کسانو کورنيو سره په غم کې شريک دي. ميجر جنرل اصف غفور په خپل شخصي ټويټر پاڼه ليکلي چې د دوی په درد ورسره شريک دی او د لا درکه کسانو راخوشېکولو کې ورسره ولاړ دی.

دوی پر ټويټر پاڼه ليکلې چې په زرګونو پوځيانو د خپلو وګړیو امنيت په خاطر قربانۍ ورکړې او هېچا ته زيان نه رسوي.

د پوځ وياند په ټويټر بيان په داسې حال کې ورکړي چې د پاکستان په کراچۍ کې د ولسمشر عارف علوي د کور مخې ته د ورک کړل شويو شییعه ګانو لپاره پرلت تر هغه وروسته پای ته ورسېدلو چې چارواکیو یې غوښتنې ومنلې.

په احتجاج کې شامل رشيد رضوي مشال راډیو ته وویل چې د ورک کړل شویو شییعه ګانو لپاره د دوی پرلت له هغه پس پای ته ورساوه چې غوښتنې یې ومنل شوې.

د رياستي ادارو په رويه او لهجه کې به هغه وخت نوره نرمې هم راشي چې ټول تحريکونه په يوځای شي.
جبران

رضوي رسنيو ته ويلي دي چې څلور ورک کړل شوي کسان دريو کاله وروسته کورونو ته رسيدلي دي. د نوموړي په وینا چې د دوی د مالوماتو له مخې له ټول پاکستان څخه د شییعه مسلک اتیا کسان ورک کړل شوي چې ۳۹ پکې د کراچۍ دي.

په کراچۍ کې د مدني ټوليني فعال او وکيل جبران ناصر وايي، د پوځ وياند له پکار وو چې ټويټ يې د پوځ اکاونټ څخه کړي وي نو خبره به واضحه وه.

''دا يو بدلون دی. د لومړي پرېس کانفرس لهجې او اوس ټويټر بيان کې د ځمکې اسمان فرق دی. په دې خوشاله يم چې رياستي ادارې په خبره پوه شوې دي چې لهجه نرمه پکار ده. بله دا چې دا خبره هم منل کېږي چې ورک کړل شوی کسان امنيتي ادارو سره دي. که چرې د تري تم شويو کسانو موندلو لړۍ شروع شوې نو دا مثبته خبره ده. خو د ورک کړل شويو کسانو د موندلو او را خوشېکولو لپاره مبارزه به هغه وخت نوره مظبوطه شي چې ټول تحريکونه په شریکه غږ پورته کړي.''

مدني فعال جبران ناصر زياته کړه چې رياستي ادارو په رويه او لهجه کې به هغه وخت

نوره نرمې هم راشي چې ټول تحريکونه په يوځای شي. په پېښور کې د سياسي چارو پوه رحيم الله يوسفزی وايي، د دې مسلې دايمي حل پکار دی.

هغه زياته کړه چې په پاکستان کې د ورک کړل شويو کسانو لپاره جوړ کميشن د هلو ځلو له وجې لږ شمېر کې خلک راخوشېکړل شوي خو زيات شمېر کې اوس هم لا درکه دي. په پاکستان کې د ورک کړل شویو کسانو تور پر پوځ او جاسوسي ادارو پورې کېږي خو هغوی په وار وار داسې تورونه رد کړي او تور پورېکوونکي یې د ملکي ګټو پرضد بللي دي.