داعش یا د اسلامي دولت وسله واله ډله ادعا کوي چې د هند په خاوره کې دننه یې یوه نوې صوبه جوړه کړې ده.
دوی دا ادعا له هغې وروسته کړې چې د هند ترواک لاندې کشمیر کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ په جګړه کې د یو وسله وال چې پرې له داعش سره د اړیکو تور وو د وژل کیدو راپورونه ورکړل شول.
له داعش سره تړاو لرونکې اماق خبري اژانس د مې پر۱۰مه دغه ادعا اعلان کړه او ویې ویل چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې مشرانو دغه صوبه «ولایت الاهند» په نوم نومولې ده.
په همدې بیان کې دا ادعا هم شوې ده چې د هند ترواک لاندې کشمیر سیمه کې داعش ډلې هندي سرتېرو ته مرګ ژوبله هم ور اړولېده.
هندي چارواکو د مې پر۱۰مه خبر ورکړی و چې د کشمیر په شوپیان سیمه کې د اشفاق احمد صوفي په نوم یو وسله وال تن یې وژلی دی.