له ډاکټر قبله ایاز سره د مشال مرکه

ډاکټر قبله ایاز

دا اوونۍ په مشال مرکه کې له ډاکټر قبله ایاز سره غږېدلي یو. نوموړی د پاکستان د اسلامي نظریاتي کونسل مشر دی. تر دې وړاندې هغه د پېښور پوهنتون وایس چانسلر هم پاتې شوی دی.

ډاکټر قبله ایاز د خیبر پښتونخوا د بنو ضلعې سره تړاو لري. نوموړي په بنو او پېښور کې زده کړې کړې دي.

دی وايي، پخواني وختونه ډېر ښکلي وو، تعلیمي ماحول هم ښه وو او استادانو یا ښوونکیو به هم د زده کونکیو سره ډېر محنت کولو. د ده په وینا هغه مهال به د استاد او شاګرد ترمنځ د احترام ترڅنګ یو ډېر ښه تړون هم موجود وو.

دا اوونۍ د مشال مرکې کوربه ګل ایاز دی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

له قبله ایاز سره د مشال مرکه دلته واورئ