اپوزېشن ګوندونه له حکومته د آی ايم ايف معاهدې وضاحت غواړي

په واشنګټن کې د آی، ايم، ايف دفتر

په پاکستان کې اپوزېشن ګوندونو له حکومته غوښتي چې د پېسو نړيوال صندوق يا آی، ايم، ايف څخه د قرض اخیستو کړی تړون دې واضحه کړي.

د پېسو نړيوال صندوق د مې په ۱۲مه خپاره کړې بيان کې وويل چې پاکستان ته د يو درې کلن پلان په ترڅ کې د شپږ اربه ډالرو په ورکړې سلا شوی دی. د دې پېسو ورکړه به د دغې ادارې د غړو او ملګرو هېوادونود مالي ژمنو د ترسره کولو پر بنياد کېږي.

ميا رضا رباني

د پيپلز ګوند سينيټر ميا رضا رباني د مې په ديارلسمه په سېنټ کې وويل چې امريکا آي، ايم، ايف ته ډېرې پېسې ورکوي او اثر رسوخ پرې لري نو ځکه بايد حکومت واضحه کړي چې په سياسي توګه یې څه ورته منلې دي. ((اوه اربه روپۍ اضافي ټيسکونه، د سود زياتول، د پېسو ارزښت نور کمول او همداراز د بجلۍ، ګېس او پټرولو قېمتونه لوړول د آی، ايم، ايف شرطونه دي. نو زه وايم چې د حکومت د مالي چارو سلاکار او د بهرنيوو چارو وزير دې زموږ اندېښنو ځوابولو لپاره راشي. دا ځکه چې د دې تړون سياسي او اقتصادي دواړه اغېزه شته دی.))

د پاکستان پخواني ماليې وزير اسد عمر څلور مېاشتې مخکې ويلي وو چې دوی د اقتصادي بحران څخه بچ کېدلو لپاره نهه اربه ډالرو ته ضرورت لري. تېره مياشت مشال راډيو سره خبرو کې په پاکستان کې د ای، ايم، ايف استازې تيريسا دابان سانچيز وويل چې دوی په پاکستان کې د بجلۍ تقسيم او د بيلونو راټولولو سيسټم سمېدلو تر څنګ د ټېکسونو ورکړه بهترېدل او د حکومت د ګټې لارې ډېرول غواړي. خو د هغې په خبره پر پاکستان د قرض ورکولو د څرنګوالي لپاره کوم شرط نه ږدي.

اپوزېشن بې ځايه شور کوي. دوی هم د خپلو حکومتونو په وار له آي، ايم، ايف قرضونه اخیستي دي.
د تحريک انصاف غړی، محسن عزيز

په پارلمان کې د مسلم لېګ (ن) غړي، شاهد خاقان عباسي پرون په قامي اسمبلۍ کې وويل چې حکومت دې پر خلکو راتلونکي فشار په اړه واضحه خبرې وکړي. ((د پاکستان ولس په دې پوهېدل غواړي چې آی، ايم، ايف سره په کومو شرطونو سلا شوې ده. موږ په څه رضا شوي يو او پر ملک به يې څه اغېزه وي. هر کس له ګرانۍ پرېشانه دی. هر کس غواړي پوه شي چې حکومت د حالاتو بهترولو لپاره څه کوي؟))

دا د پاکستان په تاريخ کې دروېشتم ځل دی چې د پېسو له نړيوال صندوقه پور اخلي. حکمران ګوند تحريک انصاف د اوسني اپوزېشن، مسلم لېګ (ن) او پيپلز پارټۍ په تېرو حکومتونو د خراب اقتصادي حالت پړه اچوي خو هغوی دريځ لري چې حکومت په دې بيان سره خپله ناکامي پټوي.

په سينټ کې د حکمران ګوند تحريک انصاف غړي، محسن عزيز چې د مالي چارو د څارنې کمېټي غړېتوب هم لري، د مې په ديارلسمه د اپوزېشن غړو د تنقيد په ځواب کې وويل: ((دا روژه له تېرې روژې سره پرتله کړئ نو درمعلومه به شي چې څومره بهتري راغلې ده. د دغو دوو ګوندونو تېر حکومتونه آی، ايم، ايف ته دولس وارې ورغلي وو. په ملاسته يې ورته دستخطونه وکړل. خو موږ داسې نه دې کړې. موږ ورسره درې درې وارې مذاکرات کړې دي. موږ سخت کوښښ کړی دی. نور کوښښ هم کوو چې آی، ايم، ايف خپل شرطونه اسانه کړي. نو دا خبره بيخي غلطه ده چې موږ پاکستان خرڅ کړ.))

د پاکستان حکومت لا واردمخه د پېسو ارزښت کم کړی دی. د مې په ۱۳مه يو ډالر په ۱۴۱ اعشاريه دوه پاکستانۍ روپۍ خرڅېده. په همدې حال کې د پټرول، ګېس، بجلۍ او خوراکي شيانو نرخونه زيات شوي دي. حکومتي چارواکو په بيا بيا ويلي چې دا کارونه په اوږدمهال کې د اقتصاد ښه کولو لپاره ضروري دي.