پراګ - هندي وزیراعظم نرېندرا مودي ویلي، په انتخاباتو کې په لوی اکثریت خپله بریا، ولس ته ډالۍ کوي.
نوموړي د مې ۲۳مې پر ماخوستن د انتخاباتي نتیجو تر څرګندېدو وروسته، په نوي دلي کې د بارتیا جنتا ګوند په مشرۍ د ملي جمهوري اېتلاف پلویانو ته په وینا کې وویل، په راتلونکو پېنځو کلونو کې به لا زیات کار کوي.
نوموړي وویل، په هند کې جمهوریت او ولس بریالی شوی:
"نن که چا ګټلې نو هندوستان ګټلې. که چا بریا تر لاسه کړې نو هغه د جمهوریت بریا ده. که چا ګټلې نو هغه ولس دی. نو ځکه موږ د بارتیا جنتا ګوند غړي او زموږ د ملي جمهوري اېتلاف ملګري خپله بریا ولس ته ډالۍ کوو."
د پاکستان وزیراعظم عمران خان، امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ، افغان ولسمشر اشرف غني، چینايي ولسمشر شي جېنپېنګ او روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین په ګډون ګڼو نړیوالو مشرانو نرېندرا مودي ته د انتخاباتي بریا مبارکي ویلې.
د ټرمپ ټویټ
د هند انتخاباتي کمېشن نتیجې ښيي چې د اپرېل له ۱۱مې څخه د مې تر ۱۹مې پورې د هېواد په پارلېماني انتخاباتو کې د بارتیا جنتا ګوند (بي جې پي) په مشرۍ ملي جمهوري اېتلاف د ۲۰۱۴ز کال پرتله خورا زیاتې څوکۍ ګټلې دي.
ویډیويي رپورټ وګورئ
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
تر دې وروسته، د هند کانګرس په مشرۍ مترقي اېتلاف د اپوزیشن لوی ګوند په توګه مخې ته راغلی خو د تمې برعکس یې زیاتې څوکۍ نه دي ګټلي.
تر مودي مخکې د کانګرس مشر راهول ګاندي په نوي دلي کې خبري غونډې ته په وینا کې په انتخاباتو کې خپله ماته ومنله او وزیراعظم نرېندرا مودي ته یې مبارکي وویله.
نوموړي وویل، په امېټي کې یې خپله څوکۍ هم بایللې.
راهول ګاندي هیله وښوده چې د هېواد نوی وزیراعظم به د ټول ولس ګټو ته پام کوي:
"نن نوی وزیراعظم منتخب شو. نن هغه ورځ ده چې ورته نېکې هیلې وړاندې کړو او دا هیله ولرو چې هغه به د دې هېواد ګټې وپالي."
په لوک سبا کې د ګوندونو د څوکیو صورتحال
د ګوند نوم | ګټلې څوکۍ |
---|---|
بارتیا جنتا ګوند | ۳۰۲ |
د هند ملي کانګرس | ۵۲ |
نور ګوندونه او نوماندان | ۱۸۷ |
ټولې څوکۍ | ۵۴۲ |
د هند انتخاباتي کمېشن د لوک سبا یا ولسي جرګې له ۵۴۳ څخه په وېلور سیمه کې د یوې څوکۍ انتخابات لغوه کړي.
د هند له قانون سره سم، هر ګوند چې د لوک سبا ۲۷۲ څوکۍ وګټي، حکومت جوړولای شي.
هندۍ او نړیوالې رسنۍ وايي، دا له ۱۹۸۴ز کال راهیسې د بارتیا جنتا ګوند تر ټولو لویه انتخاباتي بریا ده.
د لومړنیو پایلو تر خپرېدو وروسته په هند کې د بي جې پي پلویانو د بري خوشالۍ لمانځل پیل کړل.
د هند لوک سبا (ولسي جرګې) انتخابات د نړۍ تر ټولو لویه ټاکنه بلل کېږي چې د انتخاباتي کمېشن له وینا سره سم، شاوخوا ۹۰۰ میلیونه هندیان د ووټ ورکولو وړ ول.
کمېشن وايي، له ۶۰۰ میلیونه څخه زیاتو کسانو د اووه مرحلو په انتخاباتو کې رایې وکارولې.