د سېنټ کمېټۍ: پولیسو د فرشتې په مقدمه کې غفلت کړی

د فرشتې دا تصویر د هغې پلار رسنیو ته ورکړی دی

د پاکستان په سېنېټ کې د بشري حقونو قايمه کمېټۍ په اسلام اباد کې د لس کلنې فرشتې مومند د وژنې نوټس اخیستی دی.

یادې کمېټۍ ویلي چې پولیسو د اسلام اباد په چیک شهزاد سيمه کې د یادې ماشومې د لادرکۍ په اړه د ایف ای ار په درجولو کې له غفلته کار اخیستی دی.

دا څرګندونې د مې پر ۲۴مه د یادې کمېټۍ په هغه غونډه کې شوې دي چې مشري یې د پپلز ګوند سنېټر مصطفې نواز کهوکر کوله.

د کمېټۍ غړو وویل دا ډېره د افسوس خبره ده چې د فرشتې پلار د خپلې لور د ورکيدو اېف ای ار درج کولو لپاره تاڼې ته ورغلی وو خو ايس ايچ او او د تاڼې نورو کسانو د اېف ای ار ليکلو پر ځای د هغه په زوي د تاڼې صفايي کړې وه.

د کمېټۍ یو غړي او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ سنېټر عثمان کاکړ مشال راډيو ته وويل حکومت ته پکار ده چې د فرشتې قاتلانو ته له سزا ورکولو سره د هغو پوليسو پرضد هم کاروايي وکړي چا چې له غفلته کار اخیستی دی.

نوموړي زیاته کړه، "د پاکستان ټولې ميډيا دې پيښې ته هېڅ پام ونکړ او خصوصا اې ار وای ټي وي چېنل چې کوم منفي رپورټنګ وکړ.”

عثمان کاکړ زیاته کړه چې په ځانګړې توګه د اې ار وای په نامه چېنل منفې خبرونه ورکړي وو او ویلي یې وو چې د فرشتې پلار ګل نبي مهاجر دی او جعلي شناختي کارډ يې جوړ کړی.

د عثمان کاکړ په وینا ، د دې چېنل دا کار د غندلو وړ دی او ټول ولس دې ورڅخه بایکاټ وکړي.

د عثمان کاکړ تر څنګ په ټولنیزو رسنیو کې هم لوی شمېر پښتنو پر دې موضوع د خپلې ناخوښۍ څرګندونه کړې ده. خو د یاد چېنل له اړخه تر اوسه په دې اړه څه غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

د وزير اعظم د اطلاعاتو سلاکارې فردوس عاشق اعوان د مې پر۲۳مه رسنيو ته ويلي وو چې د فرشتې مومند د ورکيدو په اړه داېف ای ار په درجولو کې ځنډ ، پلټنې په سمه توګه نه کول او بیا د هغې د پوسټ مارټم په کولو کې ځنډ کول ،دا ټول کارونه دا په ګوته کوي چې زموږ په نظام کې کمزورئ دي.

دا له هغه وروسته ده چې له مومند قبایلي ضلعې سره د اړه لرونکي ګل نبي لس کلن لور د مې پر ۱۵مه د اسلام اباد په چیک شهزاد سیمه کې ورکه شوه.

ګل نبي مشال راډیو ته وویل چې دوي سم دستي تاڼې ته ورغلي وو چې ایف ای ار درج کړي خو پولیسو یوازې د هغې د ورکېدو رپوټ ولیکی.

د ګل نبي په وینا ، د ځینو سیاستوالو او خبریالانو تر فشار وروسته پولیسو د مې پر ۱۹مه ایف ای ار درج او د مې پر ۲۰مه د فرشتې خراب کړل شوی مړی ومیندل شو.

د دوي په وینا چې کله یې مړی ومیندل شوی نو بیا د روغتون چارواکو د هغې له پوسټ مارټم کولو لومړی انکار وکړ خو بیا چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو ځینو سیاسي ګوندونو د مخکښانو له خوا د روغتون مخې ته احتجاج وشو نو ډاکټرانو د فرشتې پوسټ مارټم وکړ.

د یادونې وړ ده چې وزیراعظم عمران خان هم چارواکو ته امر کړی وو چې هره ورځ دې د یادې پېښې په لړ کې د پرمختګونو په اړه ده ته تازه مالومات ورکوي.