حفیظ شېخ: د پاکستان راتلونکې بودیجه کې سختې پرېکړې کوو

پراګ ـ د پاکستان د وزیراعظم د مالي چارو سلاکار حفیظ شېخ وايي، حکومت به په راتلونکي بجټ کې ځينې سختې پرېکړې کوي.

رویټرز اژانس لیکي، نوموړي د خالي پر ورځ په اسلام اباد کې له رسنيو سره په خبرو کې ویلي، د پاکستان ولسي او پوځي واکمنو ورسره منلې چې د هېواد د اقتصادي ستونزو د حل لپاره د خرچو کمولو اقدامات ضروري دي.

خو شېخ په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه چې د دې هدف په موخه به د پوځ بجټ هم کموي او که څنګه؟

دا هم وګورئ: اپوزیشن: حکومت دې د اقتصاد رغولو جدي اقدامات وکړي

نوموړي تېره اوونۍ د پيسو له نړيوال صندوقه د شپږ اربه روپيو پور ترلاسه کولو لپاره له دغې ادارې سره لوظنامه وکړه.

ليکنه وايي، د پاکستان تېرو ولسي حکومتونو له پوځ سره د ممکنه لانجې له وېرې د دغې ادارې بجټ کمولو ته زړه نه دی ښه کړی.

خو ليکنه زياتوي چې د پاکستان د تېرو وزيراعظمانو برعکس، عمران خان د پوځ له جرنيلانو سره ښې اړيکې لري.

د ليکنې تر مخه، د رياستي لګښتونو تر نيمايي زياته برخه د پوځ د ضرورتونو پوره کولو او همداراز د بهرنيو پورونو د خلاصولو مدونو ته ځانګړې کيږي.

له ای اېم اېف سره د پورونو له تړونه وروسته پاکستانۍ روپۍ خپل ارزښت کم کړی

د وزيراعظم د مالي چارو سلاکار حفيظ شېخ خبريالانو ته ويلي، حکومت اړ دی چې په راتلونکي بجټ کې خپل اخراجات تر ټولو لاندېنۍ کچې ته بوځي.

ټاکل شوې حکومت د راتلونکي مالي کال لپاره خپل بجټ په جون کې وړاندې کړي.

له هغه وروسته چې پاکستان د پيسو له نړيوال صندوق سره لوظنامې ته رسېدلی، د ډالرو په مقابله کې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت پينځه فيصده نور غورځېدلی.

ليکنه د حفيظ شېخ په حواله زياتوي، حکومت پلان لري چې په راتلونکي مالي کال کې د ۳۶،۸۸ اربه ډالرو په اندازه ماليه غونډه کړي.