سیاسي ګوندونه د وزیرستان د پېښې پلټنې غواړي

محسن داوړ (منځ کې) په پېښه کې ژوبل شوی او علي وزیر (کیڼ اړخ ته) امنیتي سرتېرو بیولی

پراګ ـ د پاکستان ځينو سياسي ګوندونو په شمالي وزيرستان کې له ادعا سره سم د امنيتي ځواکونو له خوا پر مظاهرچيانو د ډزو غندنه کړې او د پېښې د پلټنې غوښتنه يې کړې ده.

ځايي خلک او چارواکي وايي چې په ډزو کې دوه کسان وژل شوي او ۲۰ ټپيان دي.

عیني شاهدانو او د سیمې اوسېدونکو د مې پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل چې امنیتي سرتېرو د وزیرستان ګرینډ جرګې د غړو او مشرانو، په قامي اسمبلۍ کې د شمالي او جنوبي وزیرستان استازو محسن داوړ او علي وزیر، د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښانو او ځايي مشرانو یوه قافله پر خړ کمر پوستې ودروله او د ډوګه مچه مده خېلو احتجاجي ناستې ته یې له ورتګه منع کړل.

دوی وايي، پر دې مهال د احتجاجي ناستې له ځایه لسګونه کسان خړ کمر ته ورغلل چې هلته امنیتي سرتېرو ورباندې ډزې وکړې.

د دې پېښې وروسته مختلفو سياسي ګوندونو په خپلو غبرګونو کې دا ناوړه پېښه بللې او ويلي یې دي چې له دې سره به د ولس او رياستي ادارو ترمنځ بې باوري نوره هم پراخه شي.

پاکستان پیپلز ګوند

د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري په لاړکانه کې د خبري غونډې پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې حیراني وښوده او ویې ویل چې دی نشي منلی چې د قامي اسمبلۍ یو غړی دې حمله وکړي. ده پوښتنه وکړه: "محسن داوړ څنګه حمله کولی شي؟ "

نوموړي وویل چې دی به معلومات ټول کړي، له حقایقو به ځان خبر کړي او بیا به پر موضوع خپل نظر ورکړي.

بلاول بوټو زرداري د بلوچستان او بنګله دېش د مثالونو په ورکولو زیاته کړه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د نظر د اورېدو اړتیا ده.

پاکستان مسلم لیګ (ن)

د پاکستان مسلم لیګ (ن) د مشر مرستیالې او د پخواني وزیراعظم لور مریم نواز پر ټوېټر لیکلي: "د هر پاکستاني ژوند ارزښت لري، کله چې وینه تویه شي نو پکار ده چې حقایق څرګند شي."

نوموړې وړاندې لیکلي: "مینه او مفاهمت له وسلو کارولو زیات ځواک لري."

مریم نواز پوښتنه کړې چې ایا د احتجاجونو د ختمولو او د غږونو غلي کولو له وجې پاکستان تر دې وړاندې زیات زیانونه نه دي ګاللي؟

جماعت اسلامي

د جماعت اسلامي يو مشر پروفیسر ابراهيم د مې پر ۲۶مه مشال راډیو ته وويل چې د پاکستان د ايين مطابق محسن داوړ او علي وزير په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي او شمالي وزيرستان استازي دي نو که دوی وزيرستان ته تلو ته نه پرېښودل کېږي نو بيا څوک تللی شي؟

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې ای اېس پي ار وياند جنرال اصف غفور تېره مياشت د خبرې غونډې پر مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين بلوچستان ته پر تګ اعتراض کړی وو.

د جنرال اصف غفور دې خبرې ته په اشاره سره پروفيسر ابراهم وويل:

"اصف غفور د منظور پښتين په اړه ويلي وو چې هغه بلوچستان ته ولې ځي؟ په خپل ځای کې دې کښېنې نو موږ به ورځو او مسئلې به يې ور حلوو خو بل خوا محسن داوړ او علي وزير چې خپلې سيمې ته ځي او دوی يې نه پرېږدي نو دا خبره د غندنې وړ ده."

پروفیسر ابراهيم زياته کړه چې د شمالي وزيرستان تر تازه پېښې وروسته پوځ بايد اوس له سيمې ووځي او واک ولسي چارواکو ته و سپاري چې دا رنګه د پرامنه خبرو له لارې مسئله حل شي.

عوامي نېشنل ګوند

د عوامي نېشنل ګوند د خېبر پښتونخوا جنرل سېکټر سردار حسين بابک هم په خبرو کې د پېښې غنده وکړه او ویې ويل چې د حکومت دا خيال ناسم دی چې دوی به د تشدد له لارې د خلکو غږ غلی کړي.

هغه غوښتنه وکړه چې بايد د دې پېښې تحقيقات وشي، قامي اسمبلۍ دې دا پېښه په خپله غونډه کې په متفقه توګه و غندي او د پاکستان سپريم کورټ دې له خپلې غاړې نوټس واخلي.

جميعت علمای اسلام (ف)

د جميعت علمای اسلام (ف) يو مشر مولانا ګل نصيب خان وويل چې د پېښې تصوير په بشپړه توګه واضح نه دی البته بايد امنيتي سرتېري پر ولس ډزې ونکړي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې د پېښې بشپړه پلټنه دې وشي او په دې کې لاس لرونکو کسانو ته دې سزا ورکړل شي.

پاکستان تحريک انصاف

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د تحريک انصاف غړي محمد اقبال اپريدي وايي چې محسن داوړ او علي وزير په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي او شمالي وزيرستان استازيتوب کوي نو د ده په خبره هغوی بايد پر امنيتي پوسته د ورتلو پر ځای خپلې مسئلې په پارلیمان کې دننه له سپيکر او وزيراعظم سره پورته کړي.

نوموړي زياته کړه، دواړه استازو ته په کار نه ده چې د پاکستاني ادارو پر ضد خبرې وکړي.