د سباوون خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. د ماشومانو د حقونو په اړه په دې نوې خپرونې کې په پېښور کې د ماشومانو پر ځانګړي عدالت خبرې شوې دي.
په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا چارواکو په پېښور کې د ماشومانو د مقدمو اورېدو لپاره ځانګړی عدالت جوړ کړی دی چې پکې له ۱۸ کلونو کم عمره ماشومانو د مقدمو اورېدنې کېږي.
چارواکي وايي، داسې عدالتونه به د صوبې په نورو ضلعو کې هم جوړوي.
د ماشومانو حقونو لپاره کارکوونکو د دې ځانګړي عدالت په جوړولو د خوشالۍ څرګندونه کړې او وايي چې له دې سره به د ماشومانو د مقدمو پرېکړې پر وخت کېږي.
د صوابۍ ضلعې د کنډې سمې د لسم ټولګي زده کوونکی کنول سره مرکه هم لرو.
د خپرونې کوربنه انیسه اجمل ده.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.