کرکټ: نن بنګلادېش له جنوبي افریقا سره جنګېږي

د جون پر لومړۍ اسټریلیا د افغانستان نه لوبه وګټله

پراګ ـ د کرکټ په دولسم نړیوال جام کې نن بنګلادېش او جنوبي افریقا میدان ته ووځي. دا د سږني نړیوال جام پنځمه لوبه ده چې په لندن کې ترسره کېږي.

تر دې وړاندې په ترسره شویو څلورو نورو مقابلو کې وېسټ انډیز، نوي زېلانډ، انګلینډ او اسټریلیا خپلې لوبې ګټلي خو افغانستان، جنوبي افریقا، سري لانکا او پاکستان بیا بیللې دي.

په زیات شمېر کې نندارچیان لوبغالي ته د ننوتلو په حال کې دي.

د جون پر لومړۍ نېټه د افغانستان او اسټریلیا ترمنځ لوبه د افغانستان په ماتي پای ته ورسېده.

د افغانستان ټاس وګاټه او لومړی یې خپله د منډو جوړولو پرېکړه وکړه. که څه هم دواړه افغان پیلونکي منډه جوړونکي حضرت ځاځی او محمد شهزاد په په لومړي او دوهم اورونو کې په صفر وسوځېدل خو ترې وروسته د رحمت شاه ۴۳، حشمت شاهدي ۱۸، د ګلبدین ۳۱ او د راشد خان تېزو ۲۷ منډو هدف له دوه سوه پورته کړ. دوی د ټولو وېکټو په بایللو ۲۰۷ منډې جوړې کړې.

افغان لوبغاړي هم د پاکستاني او سریلانکا یي لوبغاړو په شان د ټاکلو پنځوسو اورونو په لوبولو ونه توانېده.

د اسټریلیا لوبډله وتوانېدله چې په ۳۵ اورونو کې د درو لوبغاړو په سوځېدو، ټاکلي هدف ته ځان ورسوي. اسټریلیا په دې لوبه کې ۲۰۹ منډې وکړې.

د مې پر ۳۱مه د کرېکټ نړیوال جام سیالیو دوهمه لوبه د پاکستان او وېسټ انډیز ترمنځ وشوه چې پکې په لومړي نیمايي کې د پاکستان ټولې لوبډلې تر ۱۰۵ زیاتې منډې جوړې نه کړای شوې.

وېسټ انډیزد ۱۰۶ منډو هدف په ۱۳.۴ اوورونو کې د ۳ لوبغاړو په ماتېدو سره سر کړ او ۱۰۸ منډې یې وکړې.

په دې دولسم نړيوال کرکټ جام کې دفاعي اتل اسټراليا، افغانستان، بنګلادېش، انګلېنډ، هند، نيوزي لېنډ، پاکستان، جنوبي افریقا، سريلنکا او وېسټ انډيز برخه اخلي.