په خوست کې د ملي امنیت ریاست وايي، چې د سې شبنې په شپه يې د دقیقو او ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د ښار د ازادۍ مینې په ساحه کې د مخالفینو د وسلو یو زېرمتون نیولی دی.
نن د سې شنبې په ورځ د ملي امنیت رسنیز دفتر مشال راډیو ته وویل، چې د یادو عملیاتو په ترڅ کې لس کلاشینکوفونه، ۹ مخابرې، ۲۱۵۰ د کلاشینکوف مرمۍ، ۱۵۰ د پیکا مرمۍ او نور پوځي تجهیزات نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دې پوځي توکیو کې لسګونه د مرمیو شاجورونه او پوځي بوټونه هم نیول شوي دي.
د ملي امنیت ریاست مسوولین وايي، چې تر اوسه د وسلو د دې پټنځای په تور څوک نه دي نیول شوي، خو په سیمه کې پلټنې پیل شوي دي.
د ملي امنیت ریاست کمپلیکس هم د خوست ښار د ازادۍ مینې په پروژه کې موقعیت لري.