د "مشال مرکې" د دې اوونۍ په خپرونه کې مو له سیاستوال، فعال او لیکوال افراسیاب خټک سره خبرې کړې دي.
نوموړی په ۲۰۱۸ز کال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) له جوړېدو راهیسې یې په غونډو، جلسو او احتجاجونو کې برخه اخلي او پر ټولنیزو رسنیو یې د فعالیتونو ملاتړ کوي.
موږ د پاکستان په سیاست کې د خټک د لسیزو فعالیت او تجربې ته په کتو له هغه څخه د پي ټي اېم د کارونو، جوړښت او راتلونکې په اړه پوښتلي دي.
د دې مرکې دوه برخې دي.
په لومړۍ هغه کې یې افراسیاب خټک د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالیتونو تجزیه کوي.
د مرکې دویمه برخه هم په یوه شکل له لومړۍ هغې سره تړلې ده او پکې خټک د خپلې تازه شعري ټولګې ((نوی تېغ)) په اړه غږېدلی دی.
د افراسیاب خټک بشپړه مرکه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.