پخوانی ولسمشر زرداري ګرفتار

پخوانۍ ولمسمشر اصف علي زرداري له ارشیفه

د پاکستان احتساب قامي ادارې (نېب) د دې هېواد پخوانۍ ولمسمشر اصف علي زرداري نيولی دی. نوموړی له هغه څو ساعته وروسته ونيول شوه چې د جون پر ۱۰ مه نېټه نېب ته اسلام اباد های کورټ د نيولو اجازه ورکړه.

نېب پر اصف علي زرداري او خور فريال تالپور باندې د جعلي اکاونټونو مقدمه جوړه کړې ده.

دوی په دې قضيه کې د مستقل ضمانت لپاره اسلام اباد های کورټ ته درخواست ورکړی وو چې جسټس عمر فاروق او جسټس محسن کیاني رد کړ.

له دې وروسته د نېب يوې ډلې د قامي اسمبلۍ سپيکر د اصف علي زرداري د نيولو څخه په رسمي توګه خبر کړ او بله ډله يې د هغه د نيولو لپاره په اسلام اباد کې بلاول هاوس ته ولاړه.

د نېب چارواکو اصف علي زرداري د نېب راولپنډۍ دفتر ته وړی دی.

اصف علي زرداري د مارچ له ۲۸مې نېټې راهيسې په عبوري ضمانت وو.

د پاکستان سپريم کورټ په ۲۰۱۸ م کال د جعلي بانکي حسابونو ازخود نوټس اخیستی وو او په دې اړه يې ګډه پلټنيزه ډله جوړه کړې وه.

تحقيقاتي ډلې وروسته په خپل رپورټ کې د ۱۷۲ کسانو نومونه په ډاګه کړل چې پکې اصف علي زرداري هم وو.

د پیسو سپینولو قضيه د پاکستان ملي بانک په ۲۰۱۵م کال کې راپورته کړې وه.

د دې هېواد پلټنو فېدرالي ادارې په دې اړه د يوه بانکي اکاونټ پرضد مقدمه درج کړه خو وروسته د پلټنو پر مهال يوشمېر نور داسې بانکي حسابونه مالوم شول چې ورڅخه په مشکوکه توګه پيسې لېږدول شوې وې.