نیب حمزه شهباز هم ونیولو

حمزه شهباز د مسلم لیګ (ن) مشر شهباز شریف زوی دی

د جون په ۱۱مه لاهور های کورټ په پنجاب اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشر حمزه شهباز د عبوري ضمانت غځولو درخواست رد کړ چې د نیب له لوري د نيولو پس په ټوکر نياز بېګ کې خپل دفتر ته یووړ.

حکومت خپله ناکامي په ګرفتاریانو پټوي
مریم نواز

پر حمزه شهباز یو لړ تورونه دي،چې تر ګټې ډېره شتمني، رمضان شوګر ملز کې غبن او د پيسو سپینول دي خو نوموړی دا تورونه نه مني او وايي که پرې د يوې روپۍ غبن ثابت شو نو سياست به پرېږدي.

د حمزه شهباز د ګرفتارۍ وروستو مسلم ليګ ن پرحکومت د انتقامي سياست کولو تورونه لګولي دي. د نوازشريف لور او د مسلم ليګ ن مرستيالې صدرې مريم نواز په خپل ټويټ کې پر حکومت نيوکې کړې او لیکي چې معاشي سروې او بجټ کې له تاريخي ناکاميانو څخه د ولس پام اړولو لپاره يې دا ګرفتاريانې شورو کړي دي.

خو د ساينس او ټيکنالوجۍ وفاقي وزير فواد چودري وايي په ملک کې د احتساب کولو بنياد په کيښودو سره عمران خان او ګوند يې د ولس سره کړې وعده پوره کړه.

د نوموړي وينا وه: ''په ملک کې يو ماحول جوړ کړې شوې دې او د هر چا احتساب روان دې چا هم چې درغلي کړې ده نو پرضد يې کاروايي روانه ده اصف زرداري، نواز شريف او حمزه شهباز دې په خپلو زړونو لاس کښېږدي او ریښتيا دې ووايي چې کوم کېسونه پرې جوړ کړل شوي دي نو دا صحيح نه دي؟ دوی د سياسي انتقام خبره کوي نو زه وايم چې دا ځل د چا نه انتقام نه اخیستل کېږي بلکې سمه کاروايي روانه ده او دا ړومبې ځل دې چې په ملک کې د يو مضبوط احتساب بنياد کښېښودل شو.''

د يادونې ده چې د مسلم ليګ ن رهبر نوازشريف د وړاندې څخه د لاهور په کوټ لکپت زندان کې بنديوان دی. نوموړي ته د ۲۰۱۸ ز کال ډيسمبر مياشتې په ۲۴مه نېټه د اسلام اباد احتساب عدالت په العزيزيه سټيل مل قضیه کې د ۷ کالو بند او جرمانې سزا اورولې وه.