نقيب جان د حيات شېرپاو د قتل عينی شاهد دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

جمهوري غږونه د مشال راډیو خپرونه ده چې پکې له هغو سیاستوالانو، خبریالانو، پوهانو او فعالانو سره مرکې کېږي چې په پاکستان کې یې د ولسواکۍ او د حقونو لپاره د مبارزې پر مهال زندانونه تېر کړي، مشکلات یې ګاللي او ځورېدلي دي. ددې خپرونې بله برخه د پښتون سياسي مبارز نقيب جان په اړه ده. نوموړي په ۱۹۷۵ م کال کې د پيپلزپارټۍ د هغه وخت مشر حيات محمد خان شيرپاو د قتل په تور نيول شوی وو چې وروسته بېګناه وګرځول شو. خو د بند په دوران کې پر هغه ډېرزيات تشدد شوی وو. ددې پروګرام جوړونکی عبدالحی کاکړ دی. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.