ثنا اعجاز د بندي محسن داوړ سره د ملاقات کیسه کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د جون په ۱۷مه د پښتون ژغورنې غورځنګ دوو مشرانو او د قامي اسمبلۍ غړو محسن داوړ او علي وزير ځيني دوستانو هغوی سره په پېښور کې جېل ته د ملاقات لپاره ورغلي ول.
پر وزير او داوړ تور دی چې خلک يې پر پوځي چيک پوسټ بريد ته هڅولې وو چې دوی یې ردوي. د دوی د قېد په اړه پر ټولنيزو مطبوعاتو ګڼې اوازې خپرې شوې دي. محسن داوړ سره ليدو لپاره د دغه غورځنګ يوه مشره، ثنا اعجاز هم ورغلې وه.

بشير ګواښ د ثنا اعجاز سره مرکه کړې او کوښښ يې کړی چې د مشال راډيو اوريدونکو ته روښانه کړي چې محسن داوړ په څرنګه زندان کې څرنګه وخت تېروي. په سر کې يې ترې پوښتنه کړې چې هغه څنګه وو؟