اڅکزی: پوځ دې په سیاست کې مداخله نه کوي

اڅکزي وویل، په ټوله نړۍ کې پارلېمان د طاقت سرچینه وي.

کوټه ـ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ويلي، که پوځ په سياسي چارو کې مداخلې ته دوام ورکړي نو د يو ملک په حېث به د پاکستان چلول ناممکنه شي.

نوموړي دا خبرې د جون پر ۲۲مه، په کوټه کې د دې ګوند د يو مخکښ مشر عبدالرحيم مندوخېل د دويم تلين غونډې ته په وینا کې کړې دي.

محمود خان اڅکزي وویل په هېواد کې دننه دوه قانونه د منلو وړ نه دي:

"دا خبره راته د منلو وړ نه ده چې ما لپاره به قانون دا وي چې په وړې غلطۍ یا قانوني سرغړونې به وژل کېږم، او تا ته به دا عیاشي حاصله وي چې هر وخت ایین مات کړې څوک به څه نه درته وايي، داسې پاکستان نه چلېږي."

نوموړي وویل، په ټوله نړۍ کې قانون دا وي چې پارلېمان د طاقت سرچینه وي، خو په پاکستان کې داسې نه ده. د اڅکزي په وینا پاکستان په هغه صورت کې چلېدای شي چې پوځ یې په سیاست کې مداخله و نه کړي.

د پاکستان پوځ د اڅکزي څرګندونو په غبرګون څه نه دي ویلي خو په بیا بیا یې په سياسي چارو کې د لاس وهنې تورونه رد کړي.

د عبدالرحیم مندوخېل په اړه ویناوې

د بلوچستان پوهنتون استاد برکت شا خپله لیکلې مقاله ولوستله چې پکې راغلي وو، د عبدالرحیم مندوخېل د سیاسي مبارزې په نتیجه کې په ټولنه کې ژور بدلون راغلی دی:

"کله چې زه د رحیم صاحب ژوند او مبارزې ته ځیر شم نو ما له لومړۍ خبره دا په ذهن کې راځي چې ده په یوه نالوستې قبایلي ټولنه کې له خلکو سره کار کولو، هغوی ته یې سیاسي کږلیچونه ورښول، د تشدد او عدم تشدد ځانګړتیاوو نه یې خبرول او همدا رنګه یې د خپلو حقونو د غوښتلو چل ورته ښودلو."

دغې غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ يوې مشرې وړانګې لوڼۍ هم وینا وکړه. هغې له ځوان کهوله وغوښتل چې د عبدالرحیم مندوخېل پر پلونو دې روان شي:

"لکه رحیم صاحب چې خپل ژوند پښتون قام ته وقف کړی وو او تر اخري سلګۍ یې پر ننګ ولاړ وو، دلته هر ځوان چې ناست دی، له خپلو مشرانو څخه یې دا زده کړې دي چې پکار دي موږ خپل ژوند دې ځپلي قام ته ورکړو او دا ملت د یو ښه سباوون پر لورې روان کړو."

د غونډې په نورو ویناوالو کې د بلوچستان د پخواني وزیراعلی عبدالمالک بلوڅ او د سېنېټر عثمان کاکړ نومونه د یادولو وړ دي.