د ډالر نرخ له ۱۶۳ پاکستانیو روپیو بره وخوت

بره ډالر لاندې کالداره عکس له ارشیفه

په پاکستان کې يو واري بيا روپۍ امريکايي ډالر راغورځودلې ده او د بانک دننه يو ډالر په يو سل درې شپيته روپۍ او پنځوس پېسې بدلېږي بلخوا د پيښور او اسلام اباد په ګډون د ملک د کرنسيو په مختلفو خلاصو مارکيټونو کې يو ډالر تر يو سل دوه شپيته روپیو بدلېږي.

د چارشنبې غوندې په پنجشنبه هم په پاکستان کې د ډالر نرخ بره خېژي او بانکونو دننه ډالر د تاريخ لوړې کچې ياني يو سل درې شپيته روپۍ پنځوس پېسو ته رسېدلی دی.

په چارشنبه د يو ډالر په نرخ کې ۵ روپۍ ۱۸ پیسې اضافه شوې وه او د ورځې په وروستیو کې د ډالر نرخ يو سل دوه شپيته روپۍ شپاړس پېسې وو خو نن د کاروباري ورځي په پيل سره د ډالر نرخ يو وارې بيا وخوت او تروسه پکې نېږدې يوه نيمه روپۍ اضافه شوې ده.

بلخوا د ملک کرنسيو په مختلفو خلاصو مارکيټونو کې ډالر تر ۱۶۲ روپو پورې بدلېږي.

دا چي مخکې به د ډالر نرخ په بانک کې کم او د کرنسيو په خلاصو مارکيټ کې زيات وو نو اوس ولې صرافان ډالر تر بانک هم په کم نرخ اخلي؟ مشال راډيو چې کله دا پښتنه په اسلام اباد کې د يو صراف قيصرعباس نه وکړه نو نوموړې وايي په مارکيټ کې ډالر موجود دي نو يوه دا وجه ده چې موږ يې په کم نرخ اخلو دوهم دا چې ډير په تيزۍ سره په بانکونو کې د ډالر نرخ بدلېږي که موږ يې د بانک په نرخ واخلو او يو دم د ډالر نرخ راکم شي نو موږ به ډېر نقصان وکړو تر کوم چې حالات هم داسې روان وي نو موږ په خلاص مارکيټ کې ډالر د بانک په نرخ نشو اخستلی.

د نوموړي وينا وه په موجوده وخت کې چې موږ څومره هم ډالر اخلو نو اتيا فيصده واپس په بينکونو خرڅوو او شل فيصده په عام ولس خرڅوو او دې وجه دا ده که څوک ډالر ذخيره کول غواړي چې مخه يې ونيول شي.

بلخوا اقتصاد پوهان وايي د پيسو نړيوال صندوق يا ای ايم ايف سره د پور اخيستو له تړونه پس ښکاري چې پاکستانۍ روپۍ به نوره هم راولويږي چې ورسره په غېر ملکي قرضو او په ګرانۍ کې اضافه روانه ده او د دې نيغ په نيغه اثر پر غريب ولس پرېوځي.

مشال راډيو چې په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي نه تپوس وکړو، هغه څه وجوهات دي چې لوجې د ډالر په نرخ کې ورځ تر بلې اضافه روانه ده نو نوموړی وايي د دې پنځه وجوهات دي يو، دا چې په کاروبارونو کې سرمايه کاري نه کېږي او پيسه د خلکو په لاسونو کې ده نو غواړي چې پر داسې ځای ولګوي چې ګټه ورته وکړي او دا وخت يا ډالر په بره روان دی او يا سره زر نو خلک خپلې پيسې په دې دواړو کې بندوي. بله دا چې زراعت هم په ښکته روان دی او په هغه کې ترقي دوه فيصده دهچې له ۱۰ نه ۱۵ فيصده پکار ده او درېمه دا چې حکومت هېڅ داسې سکيم مخې ته نه دی راوړي چې د کاروبار لپاره موقعې برابرې شي.

پاکستانۍ رسنۍ وايي په چارشنبه د ډالر په مقابله کې د روپۍ په نرخ کې درې اعشاريه اته فيصده کمی شوی دی او ۲۰۱۸م کال له مې مياشتې تر دې وخته د ډالر په نرخ کې ۳۵ فيصده اضافه شوې ده. د تیر کال په مې مياشت کې د يوه ډالر نرخ ۱۲۲ روپۍ وو چې نن يو سل درې شپيته روپۍ پنځوس پيسو ته رسېدلی دی.