شمالي وزیرستان: د پېټرول پمپونو مالکانو د احتجاجونو ګواښ کړی

ميرلي کې احتجاج (ارشيف)

د شمالي وزیرستان د پېټرول پمپونو مالکانو د تاوان پیسو نه ورکولو په صورت کې د احتجاجونو ګواښ کړی.

دوی پرون [د جون ۲۷مه] مشال راډیو ته وویل، له مودې راهیسې ورسره انتظامیه او نور چارواکي ژمنه کوي چې د ۲۰۱۴ز کال د ضرب عضب عملیاتو پر مهال شوی زیان به ورپوره کړي خو عملي اقدام نه کوي.

د پېټرول پمپونو د ټولنې مشر رقیب ګل وزیر وايي، که حکومت ورته له وعدې سره سم، ۵۶ کروړه روپۍ ورنکړې نو په اسلام اباد کې به د وزیراعظم عمران خان کور مخې ته پرلت ووهي.

د انتظامیې یوه چارواکي پرون د نوم نه ښودو په شرط وویل، د ناامنیو او پوځي عملیاتو پر مهال ټول ۶۹ پېټرول پمپونه ړنګ شوي ول او په دې اړه یې لوړپوړو چارواکو ته ټول اسناد استولي. د ده په خبره، حکومت چې هر وخت پیسې جاري کړې، انتظامیه به یې د پمپونو مالکانو ته وسپاري.