په پاکستان کې اپوزيشن ګوندونو نن د جولای پر نهمه د سېنېټ چیېرمېن صادق سنجراني (سنځراڼي) پرضد د عدم اعتماد قرارداد او د سېنېټ غونډه رابللو درخواست جمع کړ.
د پاکستان په پارليمان کې د اپوزيشن ګوندونو پر استازیو مشتملې رهبر کمېټۍ د جولای پر پنځمه په اسلام اباد کې په خپله لومړنۍ ناسته کې پرېکړه کړې وه چې پر نهم د جولای به د سېنېټ چېرمېن پرضد د بې باورۍ قراداد وړاندې کوي.
د رهبر کمېټۍ غړی او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ مشال راډيو ته وويل د سېنېټ چیېرمېن صادق سنځراڼي پرضد د بې باورۍ قرارداد چې پرې ۴۰ سېنېټرانو لاسلیکونه کړی ول نن د نهې پر ورځ راجه ظفر الحق او شيري رحمن پشمول ځينو نورو سېنېټرانو په سېنټ سيکرټريټ کې جمع کړ.
د نوموړي وينا وه، پر ۱۱م جولای به د رهبر کمېټۍ پر دوهمه غونډه کې پرېکړه کوي چې اپوزيشن له خوا به د سېنېټ د مشرۍ لپاره کانديد څوک وي.
د عثمان کاکړ په وینا هيله مند دی چې په اسانۍ سره به دوی خپل چېرمېن راولي ځکه چې د اپوزيشن ګوندونو د سېنېټرانو شمېره په سېنېټ کې د حکومت او د هغوی تر اتحاديانو زياته ده.
دا وخت د پاکستان په سېنېټ کې د سېنېټرانو شمېره يو سل څلور ده او د چیېرمېن لرېکولو لپاره اپوزيشن ګوندونو ته درې پنځوس ووټونه پکار دي خو پاکستانۍ رسنۍ وايي اپوزيشن ګوندونو د سېنېټرانو شمېره څلورشپيته جوړېږي چې پکې د پاکستان مسلم ليګ ن د سېنېټرانو شمېره ۳۰ ده، د پاکستان پيپلز ګوند ۲۰، د متحده مجلس عمل شپږ، نېشنل پارټۍ پنځه، پښتونخوا ملي عوامي ګوند دوه او د عوامي نيشنل ګوند يو سېنېټر په ايوان کې موجود دی.
دا هم وګورئ: د سېنېټ چیېرمېن او مرستیال چیېرمېن پېژندګلوبلخوا د حکومت او د هغوی د اتحادي سېنېټرانو شمېره څلوېښت جوړيږي چې پکې د پاکستان تحريک انصاف ۱۷، بلوچستان عوامي پارټۍ ۱۱، متحده قامي مومنټ پنځه، د بلوچستان نېشنل پارټۍ مېنګل او ګرېنډ ډېموکرېټک الاينس يو، يو او پنځه ازاد سېنېټران شامل دي.
د رهبر کمېټۍ يو بل غړی او د قامي وطن پارټۍ يو مخکښ هاشم بابر بيګا ناوخته مشال راډيو ته ويلي ول مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند سره په دې سلا شوې ده چې راتلونکې چېرمېن به د مسلم ليګ ن نه وي او د پيپلز ګوند مرستيال چېرمېن سليم مانډوي والا به پر خپلځای کار کوي.
مشال راډيو چې کله د قانوني چارو پوه نورعالم خان نه تپوس وکړو که اپوزيشن ګوندونه خپل يو غړی د سېنېټ چیېرمېن جوړ کړي نو په راتلونکې کې حکومت لپاره څه ډول ستونزې جوړېدلی شي نو نوموړی وايي که په سېنېټ کې اپوزيشن په اکثريت کې شو نو بيا د حکومت لپاره به ډير مشکلات جوړېږي ځکه چې اپوزيشن به يې نه خو بلونه پاسولو او نه قانون سازۍ ته پريږدي او دا به د حکومت د ناکامۍ يوه غټه وجه وي.
د ذکر ده چې د سېنېټ موجوده چېرمېن صادق سنځراڼی د تېر کال په ۱۲ مارچ د پاکستان پيپلز ګوند او پاکستان تحريک انصاف په مرسته ۵۷ ووټونه اخیستی وو او د نوموړي په مقابله کې د مسلم ليګ ن اميدوار راجا ظفر الحق ۴۶ ووټونه اخیستي ول.
د جون په ۲۶مه په اسلام اباد کې اپوزيشن په خپلې ګڼ-ګونديزه غونډه کې فیصله کړې وه چې د سېنېټ چیېرمېن لرېکولو سره سره د جولای پر ۲۵مه نېټه به په ټول ملک کې احتجاجي مظاهرې کوي. د ۲۰۱۸ کال د جولايي په ۲۵مه ېيټه په ملک کې عام انتخابات شوي ول چې په نتيجه کې پاکستان تحريک انصاف واک ته رسېدلی وو.