د اسلام اباد پوليس وايي د مومندو لس کلنې فرشتې مومند د وژنې په تور نيولي تن منلې چې هغې يې تر جنسي تيري وروستو وژلې وه.
د اسلام اباد په شهزاد ټاون تاڼه کې د فرشتې د کيس انچارج انسپکټر انيس اکبر د جولای پر نهمه نېټه ورځ مشال راډيو ته وويل د فرشتې مومند د کورنۍ غړيو د ورکړیو مالوماتو پس یې د جون پر ۲۱مه نېټه يو مشکوک تن چې نثار نومېږي ونيولو او له عدالته يېچې کله د هغه د ریمانډ (پوښتنو ګروږنو) ريمانډ اخیستو پس هغه خپل جرم ومنلو.
د اکبر په وينا چې تورن نثار هغه ټول ځايونه دوی ته وښودل چې دی پکې فرشتې ته کښينستلو او له هم هغه ځایه یې اوچته کړې وه. د فرشتې له تورن قاتله يو رومال هم ترلاسه شوی چې د هغه د ځينو نښو له د ډي اېن اې ازموینې پس دا جوته شوه چې نثار د فرشتې قاتل دی.
دا هم وګورئ: د فرشتې مومند پلار له حکومتي اقداماتو مطمین دید انسپکټر انيس په وينا د جولای تر ۱۸ نېټې پورې به د ملزم نثار چالان بشپړ شي او له پس به یې عدالت ته وړاندې کړي چې ورباندې به د مقدمې رسمي اورېدنه پیل شي.
فرشته مومند د مې پر ۱۵مه له اسلام اباده ورکه شوې وه او د مې پر ۲۰مه يې مړی وموندل شو. د هغې د وژنې پرضد یې د کورنیو غړیو او ځايي خلکو په ترامړي چوک کې احتجاج هم کړی وو او د حکومت لخوا د مظاهرچيانو غوښتنې منلو وروستو د مې پر ۲۱ يې نوموړې خاورو ته وسپارله.
د فرشتې پلار ګل نبي بېګا ماسخوتن ناوخته مشال راډيو ته وويل پر نثار يې ځکه هم شک وو چې د لور د ورکېدو وروستو دی هم غايب شوی وو.
دا هم وګورئ: اسلام اباد کې د مومندو ۱۰ کلنې فرشتې مړی وموندل شود نوموړي وينا وه ملزم نثار يې له لور سره چې کوم ظلم زياتې کړی نو هغه يې پوليسو ته منلی دی او هغه کاڼی چې د ده لور يې ورباندې وهلې وه هغه هم د پوليسو په ولکه کې دی نو غواړي چې د فرشتې له قاتل سره دې هغه عمل وکړل شي کوم چې د ده له لور سره یې کړی وو.
د يادونې ده چې د فرشتې مومند د وژنې وروستو اپوزيشن ګوندونو له حکومته غوښتنه کوله چې ژر تر ژره دې د هغې په وژنه ککړ تن ونیول شي او ورته دې سزا ورکړي.
وزيراعظم عمران خان هم د فرشتې وژنې په اړا اسلام اباد پوليسو نه وضاحت په غوښتلو سره امر کړې و چې هره ورځ دې ورته د پلټنو په اړه تازه مالومات وړاندې کړل شي.